غزل

2020-09-21

موږ به په اوښکو لانده ګرځول باڼۀ له غمه
هجر ځپلیو خالي نکړ، هېڅ خپل زړۀ له غمه

ناکام د مینې به تنها کړه، په ژړا به شوله
په سترګو نه پورې کول هغې رانجۀ له غمه

یا یې تقدیر بیخي بېخونده و، یا دوی ملامت
په ژوندون خوښ نه شول یو وخت هم، پښتانۀ له غمه

د سره انګار، مستو لمبو به لیونی وریاد کړ
دې به ساړه اسویلي کړل، په تنارۀ له غمه

وېل یې، فراق دې داسې زه! ژېړه زبېښلې یمه
سوچو کې غرقه شم، شکوم د سر وېښتۀ له غمه

دغه کمال ته یې عصمته! دوه لاسي سلام کړم
چې په آرامه ترې ویده نه شومه زۀ له غمه