سیاسي او ټولنیزې لیکنې

په لغمان کې د طالبانو جګړه له دولتي پرمختيايي پروژو تمويلېږي

که څه هم په دې وروستیو کې په لغمان کې پرمختیايي کارونه چټک روان دي، خو ورسره په دې ولایت کې ناامنۍ هم زور اخيستی دی. د دولت مخالف وسله‌وال د خپلې جګړې د غزېدو له‌پاره له انکشافي پروژو باج اخلي. چارواکي هم مني چې له انکشاف سره جګړه ګړندۍ شوې...

ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ...!

 پته نه‌شته دا ملت يې له تاريخه ولې نه زده کوي، دوی عبرت ولې نه اخلي، دا په ځان ظالم مظلومان ولې د خپلې بدې ورځې په لور په نڅاوو درومي، د تهذيبونو او تمدنونو زانګو وطن کې مو يو دم تهذيت او تمدن ولې دومره ناپيد شو؟  زردشت دلته و، بودا...

په هلمند کې د همدرد د ماموريت تر شا د ترخو جريانونو کيسه

 يادښت؛ دا ليکنه د کرزي صاحب له حاکميته د ملي يووالي تر حکومته، د هلمند د مافيا د ستر فساد، درغليو، حکومتي بې‌کفايتيو، غصب، غلاوو او ناخوالو په تړاو يو څه مسايل تر بحث لاندې راولي، خو د دې تر څنګ د سردار محمد همدرد د تازه پيل شوي ماموريت په...

د لیکوالۍ خن‌‌‌‌‌‌ډونه

 هرڅوک ليکوالي کوي، خو په ليکوالۍ کې هر څوک خپله لار نه لري، د لسګونو او سلګونو ليکوالو له منځه کوم يو داسې پيدا کېږي چې د ليکنې طرز او لاره يې له نورو سره ښکاره توپير لري او د نوموړي د ځانګړي سبک په نامه يادېږي. د سبک ايجادوونکو يوه غوره ځانګړ...

د مرګ بيه!

 د ژوند په سخته کاختي کې بيا هم د ژوند بيه نه‌شته، ژوند هيڅ قيمت نه لري، د مرګ خپل قيمت دی، کرايي او اجرتي قاتل د هر مرګ او هر خون بيه نغده اخلي. د افغان شوروي جنګ پر مهال د ملېشو قوماندانانو د مټر په حساب له وژنو او وينو تويولو خپله کرايه...

زه، زه نه يم

 په «ناوې» فلم کې د ناظر په نامه د کندهاريانو خبره، يو ماتو کرکټر و. ناظر د قوماندان ناظر وي، د قوماندان خبره يې تر کولو مخکې تاييد کړې وي، د قوماندان پر ادعا يې له کولو سره جوخت د قسم ټاپه لګولې وي، د ژوند محور يې د «خانه توی...

د ښځو اقتصادي پیاوړتیا

 د ښځو اقتصادی پیاوړتیا د دوامدارې توسعې او پرمختګ مهمه برخه ده. ښځې د بېوزلۍ، تاوتریخوالې، د تغذيې او حفظ الصحې نشتوالي اصلي قربانیانې دي، د ښځو پیاوړتیا د ټولنې د وضعیت د ښه‌والي په مانا دي. که چېرې زموږ په ټولنه کې د ښځو وضعیت وڅېړو د ه...

د ملي هويت چيغه،وکيل، قومي ټېکه‌دار، حکومت او افغان ملت

 هغو وکيلانو چې د تذکرې د مسلې په بيا راپورته کېدو کې يې شنه کارټونه پورته کړي، له دې نه دي خبر چې وطن يې له کومې بدرنګې ورځې سره بيا مخ کړ. اوس به بيا د ملي هويت چيغه د وکيل، قومي ټېکه‌دار او حکومت تر منځ د زور ازمايلو پړی شي او افغان ملت...

د مرګ بيه!

 د ژوند په سخته کاختي کې بيا هم د ژوند بيه نه‌شته، ژوند هيڅ قيمت نه لري، د مرګ خپل قيمت دی، کرايي او اجرتي قاتل د هر مرګ او هر خون بيه نغده اخلي. د افغان شوروي جنګ پر مهال د ملېشو قوماندانانو د مټر په حساب له وژنو او وينو تويولو خپله کرايه...

که د قطر دفتر و نه تړل شي، څه به وشي؟

 داسې اوازې دي چې د امریکا ځينې سیاستمداران په دې عقیده دي چې د طالبانو د قطر دفتر باید بند شي او ځينې یې علت دا بولي چې دا دفتر هغوی ته یو ډول قانونیت وربښي او ځینې هېوادونو ته چې د امریکایانو په باور، د ټروریزم څرګند ملاتړ کوي، له هغوی سره د ت...