انسان تر نورو ژوندیو موجوداتو د ځینو برترو قابلیتونو په لرلو عالي دی چې مهم یې دا دي: لومړی. د تفکر، تصور او تخیل قابلیت چې د هغه پر بنسټ نوښت، ایجاد، کشف او اختراع کوي. دویم. د تعاون او ګډ کار قابلیت چې د هغه پر بنسټ کلي، ښارونه، هیوادونه؛ کورنۍ،...
هغوی چې له هېواد بهر اوسېږي، هلته کورنۍ لري، ژوند لري، بهر مېشتي افغانان يې وبولو که په بهر کې استوګن افغانان؟ دلته بحث د (مېشت ) او ( استوګن) دی. استوګن له ( هست ) ریښې څخه اخیستل شوی، چې وروسته ترې ( ه) غورځېدلې او پر (استوګن ) بدل شوی دی. ...
د نورو ډېرو کلمو په څېر ( راوړل او راوستل ) هم زموږ په لیکنۍ او ګړنۍ ژبه کې نا سم کارېږي خو اصلا دواړه سره د کاروونې بېل ځایونه او مانا لري. له دې کلمو چې هره یوه يې وټاکل شي، په مفهوم کې توپير راځي، البته دا هم د نورو کلمو په څېر په ژبپوهنیزه حوزه ک...
سره له دې چې دواړه کلمې بېلې ماناوې لري خو د نورو ډېروکلمو په څېر مترادفې ګڼل شوي او تر ډېره يې په کاروونه کې هم تفکیک نه کېږي، البته په مسلکي لیکنو کې يې توپير خورا جوت دی. دواړه عربي کلمې دي او جمع يې هم د عربي قاعدې ( ات) په وروستاړي یا لاح...
سره له دې چې ددې دواړو کلمو توپير خورا جوت دی او تر ډېره ورباندې خلک پوهېږي، خو بیا هم په ځينو لیکنو کې د یو بل پر ځای استعمالېږي. سربېره او برسېره ځینې نور ترکیبي شکل هم لري، چې برسېرن هم پکې را ځي، سربېره: د (علاوه) مانا ورکوي. غونډې...
د بلا کلمه د ځناورو په کورنۍ پورې اړه لري، خو افسانوي ځناور دی، دلته مې له افسانوې موخه داده چې لیدل شوی نه دی او نه هم وجود لري، خو د بلا کلمې له استعماله داسې ښکاري چې تر ټولو بد شکله، لوی او زورور ځناور دی. دا کلمه ګڼ مفهومیز...
نظم د نثر په مقابل کې د ادب یو ژانر دی چې په وزن سره يې توپيرولی شو. پخوا په دې ژانر کې قافیه، ردیف او وزن ټول مهم و، خو اوس یوازې خبره تر وزن راغلې؛ ځکه ازاد نظمونه قافیې نه لري، بې ردیفه مختلفې نمونې په ټولو ژانرونو کې لرو خو وزن لا هم مهم دی چې د...
تخییل له یوه اړخه د تفکر ازاده بڼه ده، چې د وچ عقلانيت او قانونمندۍ پولې ړنګوي او بهر ترې وځي. تفکر په احتیاط پوښتنې کوي او ځوابونه یې هم د هغو قاعدو له مخې پلټي، چې وارله مخه یې ځان ته ټاکلې وي. د تفکر ټول پام دې ته دی، چې پوښتنې سمې وي او ځوا...
رحمت شاه سایل په داسې زمانه کې د پښتونخوا د هسک ملاکنډ د درګۍ په «ورتېر» کلي کې سترګې وغړولې، چې د بېلتانه په توره د جلا شوې خاورې له یوې برخې یې یوه لوی ښامار منګولې کښلې وې او بل تازه پکې خپلې منګولې ښخې کړې وې او د وطن بچي یې په ویر اخ...
نولس سوه درې نوي یم میلادي کال د پېښور د اوړي زاره چاودی موسم و. له ماښامه تر ماښامه د شعرونو ټولګه مې خپره شوې وه. د خوږې پښتو او د دنیا د ځینو لویو شاعرانو شعرونه مې لوستي وو. د خودخواهۍ هغه پېریان مې له سره الوتي وو، چې ګوندې زه هم ښه شاعر یم. پر...