د استاد بختاني د خاطرو له لړه

د استاد بختاني د خاطرو له لړه


  • 1 مياشت دمخه (25/02/2025)
  • لعل پاچا ازمون
  • 93

 

یو خدمتګار، یو صدراعظم

څه شپې او څه ورځې وې:

- دا پورې غونډۍ ګورې؟

- هو.

- دا د اوښ غونډۍ ده، په دې غونډۍ به موږ په ګډه سبق وایه، کتابونه به مو مخ ته غوړولي پراته وو، سرونه به مو سره جنګېدل، ما به هغه ته او هغه به ما ته خپله مطالعه ویلې. 

مدرسې نه به چې رخصت شوو، نو دې اوښ غونډۍ ته به وختلو، دواړه به ناست وو، یو بل سره به مو سبق تکراروه. یو بل ته به مو ویل:

- ستا زده شو؟

-  اوس خو مې زده شو.

ـ ته یې ووایه

ما به ور ته یو یو ټکی تېر کړ، په کوم ځای کې به چې لږ ټکنی شوم، نو ده به را غږ کړ:

- نه دې دی زده شوی! داسې یې ووایه!

ما به چې ور ته خپله مطالعه تېره کړه، نو و به مې پوښت:

ـ زده دې شو؟ 

 - هو،  زده مې شو.

- ته یې ماته ووایه!

بیا به مو یو بل ته خپلې ناسمۍ ویلې او سمولې.

په همدې ترتیب ما به هغه ته او هغه به ماته سبق تېراوه، په دې چل به موږ سبقونه زده کول، سبا به چې ټولګي کې حاضر شوو، مدرس به غږ  وکړ:

- چا سبق زده کړی؟

موږ دواړو به لاسونه جګ کړل.

- تاسې یې ووایئ!

اول به ما ووایه، بیا به شفیق ، مدرس به موږ دواړو ته شاباسی ووایه. 

 شفیق ډېر بیداره و،  له ونې لږ لنډ خو ښکلې خوش قواره و، ګڼ تور ویښته یې پر اوږو خیالولي پراته وو، مدرس مولوي صاحب به وویل:

- افرین شفیقه! ته ښه یې، عبدالله جانه ته هم بد نه یې، دواړه تکړه یاستئ.

هره ورځ به یې تشویقولو، په بله ورځ یې را نه پوښتنه وکړه:

- دا تاسې څنګه سبق زده کوئ؟ ددې نورو خو ملا ماته ده.

ما ور ته وویل:

 - مولوي صاحب! مونږ چې کله له مدرسې رخصت شوو، نو  اوښ غونډۍ ته ځو، هلته درس وایو.

مولوي صاحب ام وکړ:

- همممم تاسې یو بل سره مرسته کوئ؟ شابس!!! دا سبق دغسې ښه زده کېږي، چې یو له بل نه پوښتنه وشي، یو له بل سره مباحثه وشي، شاباس

شاباسی یې ښه شدو مد راکړ.

وختونه دي، تېرېږي، کابل ته راغلو، په دارالعلوم کې سره یوځای شوو، زما او د شفیق ملګرتیا نوره هم ټینګه شوه.

یوه ورځ کلي ته لاړم، پلار یې راته وویل:

- ته څنګه نن راغلې؟ هغه ستا ویښ زلمی خو چېرته تللی دی!

ما ور ته وویل:

-  مولوي صاحب! نن زه ستا لیدو ته راغلی یم.

مولوي صاحب لکه ګل وغوړېده او له خندا تک شین واوښت: 

-  ښه نو راځه چې ما ګورې، تر هغو به دې دا ویښ زلمی  هم را پیدا شي.

کامه وه، د ژمي پیتاوی و، سخت خوند یې وکړ، مولوی صاحب ډېر مهربانه سړی و، زما یې ډېر قدر وکړ، رښتیا هم ماښام موده چې شفیق هم راپیدا شو، دواړو سره غورې وکړې، مولوی صاحب راته وویل:

- ما درته نه ویل!؟ ویښ زلمی دې راځي دادی زلمی دې راغی.  مولوی صاحب به موږ دواړو ته همدا یوه خبره کوله چې ګورئ، خپل سبق ډېر واییئ. 

موږ دواړه به دارالعلوم کې هم سره یوځای کېدو، په ګډه به مو چکر واهه، په کیسو به مو اوږدې لارې لنډولې، دی به بختان ته راته او زه به لنډه بوچ ته ورتلم، لنډه بوچ ډېر ښایسته ځای و، بیا د شفیق په ځوانۍ خو نور هم  ښکلی و، زمانه ده تېرېږي، یوه شپه همداسې ناست وم، چرت مې واهه د شفیق تېر یادونه مې د اریکین تتې رڼا ته تازه کول، هغه وخت ډیوه وه، موږ کره به هغه هم کله مړه وه او کله بله، د سپوږمۍ رڼا ته مو دعا کوله، د بلۍ پر سر به ور ته ناست وو، کتابونه به مو غوړولي وو، همدا شېبې مې د اریکین رڼا ته یادولې چې ناڅاپه اعلان وشو:

- شفیق د بهرنیو چارو وزیر!!!

پاتې جمله مې همداسې پرېښوده او له  خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځایېدم، له ځانه سره مې ویل:

- ځه ښه دی ملګری مې وزیر شو، زه به ورشم، کیسې به وکړو، دا به ماته ګوري، زه به ده ته ګورم، هغه د اوښ غونډۍ سبقونه به یاد کړو، ځه ښه دی هغې خوارۍ نتیجه ورکړه. 

څه وختونه وو، های های ښه دی چې ملګری مې وزیر شو، بس اوس به نو که خیر وي؛ زما کپ هم په غوړیو کې وي، اوس به نو زمونږه ښه ساعت تېر وي.

سهار وختي پاڅېدم، نېغ د بهرنیو چارو وزارت ته لاړم، یوه پاڼه مې ولیکله:

- زه راغلی یم، غواړم تا وګورم، اول خو مبارکي درکوم.

دا جملې هم را نه په خوشحالۍ کې ګډې وډې ولیکل شوې، شېبه تېره نه وه چې کس راووت راته ویې ویل:

- راځه!

ننوتم، ګورم، شفیق سره نکټایي اچولې ده، لنډی واسکټ یې په تن دی، کاکُل یې اړولی دی، دومره ښکلی ښکاري چې پوښتنه یې مه کوه، ما ور ته وویل:

-  له نظره نشې، وه سړیه! ته خو ډېر ښکلی ښکارې.

را ته ویې وویل:

- عبدالله جانه! ته اوس هم هغسې ټوکې کوې؟

- نه د ټوکو خبره نه ده، له نظره نشې، ډېر ښکلی ښکارې.

ـ ښه چې بیا تللې د پرتوغاښ یو تار دې را ته پرېده چې ځان ته یې لوګی کړم. دې سره یوه مسته خندا شوه. 

ډېرې کیسې مو سره وکړې، ویې ویل:

- دغسې کله راځه، کله به زه درځم میېنه

- چېرته اوسېږې؟ 

- خیرخانه کې.

- ښه، ښه، بیا دې زه پوښتنه کوم.

بله ورځ نور ملګري را ټول شوو، ماته یې وویل:

- دا شفیق خو ستا ملګری دی، راځه کنه چې ورشو، د ننګرهار سړی دی.

ورسره لاړم، شفیق بیا هرکلی وکړ، ددې خلکو یې سخته پالنه وکړه، وخت تېرېږي، بله ورځ همداسې چرت وهم، یو څه لیکم، کله شعر ولیکم، کله نثر ولیکم، شفیق مې سترګو ته نېغ، نېغ درېږي، بیا راډیو کې یو اعلان شو، شفیق صدراعظم شو:

- اوهوووووو دا څه خوشحالي وه نو!؟ شفیق صدراعظم شو، زه نو اوس داسې خوشخاله یم، داسې خوشحاله یم چې له خوشالۍ نه پړک چوم، له ځانه سره مې ویل: څه وخت به دا شپه سبا کېږي چې لاړ شم او شفیق ته مبارکي ورکړم!؟

سبا سهار وختي صدارت ته ورغلم، زه چې څنګه ورسېدم؛ شفیق هم را ورسېد، له موټره راښکته شو، غږ یې راباندې وکړ:

- عبدالله جانه! ته لکه چې له مانه هم ډېر خوشحاله یې!؟ دومره وختي راغلی یې؟

- هو ولا، ملګری مې یې، څنګه درباندې نه خوشحالېږم؟ غونډه شپه مې درته دعاګانې کړي دي، ویل مې څه وخت به دا شپه سبا کېږي، چې شفیق ته ورشم، شفیق وګورم.

- راځه، یوه پیاله تریخ چای به سره وڅښو، د ننګرهار کیسې به وکړو.

لاړم، څو دقیقې ورسره کېناستم، دده نن غونډه وه، چای مې ورسره وڅښه، نور مې ترې رخصت واخیست.

په دې کې میاشت تېره شوله، بله ورځ څه کسان راغلل، راته ویې ویل:

- شفیق خو دې ملګری دی، د ننګرهار سړی دی، ځئ چې ورشو.

زه خو نو په شفیق ډېر نازېدم، ما ویل ځئ، د ننګرهار سړی دی، خوشحاله یو ورباندې، بیا دی خو مستعد ځوان دی، نامخدا ښکلې او بشاشه څېره او علمیت یې څه وایي!؟ دی خو نو واقعاً عالم سړی دی، یو د بل تعریف کوو.

ورغلو، احوال مو ورکړ، موږ راغلي یو:

- زه یم او دوه کسه را سره نور دي.

کس راووت، راته ویې ویل:

- راځئ! دننه یې بوتلو، شفیق دا ځل له مانه مخ واړاوه، هغه کسان چې ما ور وستي وو، هغوی سره یې خبرې شروع کړې، ماته یې هېڅ نه راکتل، ما به چې خبرې شروع کړې، هم چندان خوند به یې نه ورکاوه، نه پوهېږم دا څه وشول؟ څنګه دا سړی یو دم بدل شو؟ کېدای شي، ما نه به تنګ شوی وي، ما ځان سره وویل:

- یاره دا مې لکه چې وروستی ځل شو، بیا به رانشم.

مخه ښه یې هم بېخونده وه او ستړي مشي یې هم بې مینې او بې خونده وو، همداسې رخصت شو، سخت خپه وم، په ټوله لار مې خپلو ملګرو ته نه دي کتلي، دوی هم زما په وضعیت پوه شول، خو څه یې نه ویل، همدومره یې ویل چې:

- دا څوکۍ ډېر بد شی دی، کله کله له سړي لار خطا کوي، دا سړی لکه چې ډېر بوخت دی، که بوخت نه وای، دې سړي به موږ سره ډېرې ټوکې ټکالې کړې وای، خاطرې به یې یادې کړې وای.

بس چا به یوه تبصبره کوله، چا بله، زه دې خلکو ته ډېر خجالت وم، ما ور ته نه شوی کتلی، هېڅ دلیل راسره نه و، زما د ډاډ لپاره به سره لګیا وو چې سړی بوخت دی، کنه نو...، ما به چې اسویلی وایست، دوی به سمدستي بیا خبره په ځان واړوله:

ـ  موږ خو ده ته د کیسو لپاره راغلي وو، خو نه سړی بوخت دی. 

کله به یې سکونډلم، کله به یې پېغور راکاوه، بس له دوی نه رخصت شوم، دا ورځ راباندې ډېره بده تېره شوه، له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې که د شفیق له صدارته ماته غوړ هم را رسېږي، زما روزي له ده سره وي او دا سپوره ډوډۍ مې په کې غوړېږي هم، نور به شفیق جانه ستا په درګا پل کېنږدم، همداسې مې وکړل، بیا شفیق ته ورنغلم، زړه مې ترې بد و، خو کله ناکله به زړو خاطرو ته لاړم. په دې کې ښاسته وخت تېر شو، ډېرو خلکو را ته وویل:

- ځه چې ورشو! 

خو زه بیا ورنغلم، ده هم زما پوښتنه و نه کړه، په دې کې  داسې وخت راغی، اوازه شوه چې شفیق یې ونیوه، چا به یو څه ویل، چا به بل څه، د هلمند په اوبو یې نیولی، داوود خان نیولی، برېت یې پرې وچ کل کړي، څه او څه خبرې، دا خبرې را باندې ښې نه لګېدې. ځان سره به مې ویل ، اوس خو یې باید وګورم خو چې څنګه یې وګورم؟ موقع نه وه، بیا  انقلاب شو، هورا شوه، شعارونه شوو، شفیق تری تم شو، ورک شو، ځان ځاني شوه، ډېرې بدې ورځې راغلې، د خپلو ملګرو پوښتنه هم چا نشوای کولای، له شفیق نه خو زه خپه هم وم، خو په زړه مې ګرځېده، کله کله به مې یاداوه، یوه ورځ سری ماښام و، له وظیفې ستړی ستومانه راغلم، خدای شته اندېښنې هم راسره وې، ما ویل:

- دا څه وخت راغی؟ هر ورځې همدا یوه خبره ډېره اورم چې پلانی یې ونیو او بیستانکی یې ونیو.  دا خو ټول نیول، نیول شوو، انډیوالان بندیان شوو، یو، یو وژل کېږي، دا څه حال دی؟ یاره که وشوه، دې ترکي ته ورځم، دا خو لږ څه پېژنم، هغه ورور یې چې دی، هغه خو مې ملګری دی، هغه ته به ووایم، چې دې ترکي ته ووایه:

-  مرګونه ښه شی نه دی، مرګ مه کوئ، کمبخته ته خو لیکوال یې!

په همدې، همدې کې وم چې څنګه لاره پیدا کړم، یو ماښام مې چې څنګه درېشي وایسته؛  یو خپلوان مې راغی، هغه هم یو دوه اتشه انقلابي و، ناڅاپه یې را باندې غږ وکړ:  

- خبر یې؟

ـ درز شو، زړه مې وغورځېد، په سترګو مې تیاره شوه، ځمکه مې له پښو وتښتېده. یاالله خیر، ددې دوه اتشه غږ ډېر دروند دی، ته ورحمېږې. 

بې اختیاره مې له خولې ووتل: له څه شي نه؟

- شفیق یې نیولی دی، همدا نن شپه یې وژني.

- دا څه وایې؟

- هو.

زه اوس په دې هڅه کې یم چې څوک پیدا کړم چې دا کار ونشي، دا شپه را باندې ډېره بده تېره شوه، په سبا یې همدې دوه اتشه او د څو نورو دروازې مې ټک ټک کړې چې شفیق را خوشې کړي، هڅه مې وکړه، زه په هڅو کې وم چې په بله شپه ناوخته خبر شوم چې شفیق یې شهید کړ.

دده د مرګ له خبر سره مې  خپل احساسات نشو کنترولولی، اخوا دوه اتشو په مخکې دداسې کسانو نوم اخستل، په سکروټو ختل وو، کور کې خو مې  له ده نه ډېرې کولمې خوړلې وې، هېڅ مې په وس کې نه وو، له ناچارۍ او بې وسۍ نه مې په سر څادر را کش کړ، تر سبا پورې مې پټ، پټ وژړل، شفیق مې په اوښکو کې یاداوه، سلګیو به واخیستم، مېرمن به مې را ته وویل: 

ـ دا څه سلګیو نیولی یې. څه خبره ده، په اړخ واوړه.

ما به ځان لږ کلک کړ، خو سلګیو به بیا په مخه کړم، مېرمن به مې را ته وویل: 

ـ تا خو پخوا یوه خبره هم نه پټوله، دا نن څنګه پټ پټ ژاړې، څه خبره ده؟ 

زما خولې ته الفاظ نه راتله، دا مې بې ځوابه پرېښوده، ټوله شپه مې خپلې سلګۍ شمېرلې، ټوله شپه مې په خپلو اوښکو سبا او رڼه کړه.

شفیق مې بیا و نه لید، دا مې په زړه لوی ارمان پاتې شو چې: 

 ای کاش د وروستي ځل لپاره خو ورغلی وای، هغه له خندا نه ډکه خوله مې لیدلی وای!!

 های، شفیق بیا نه راستنېږي، شفیق لاړ، خو زما، زما دا ارمان په زړه پاتې شو، چې کاش هغه مې بیا کتلی وای، کاش!!! کاش!!! کاش!!! ...