د خوړو نړیوال سازمان: ۲۳ میلیونه افغانان ورځني کافي خواړه نه‌لري

د خوړو نړیوال سازمان: ۲۳ میلیونه افغانان ورځني کافي خواړه نه‌لري


  • 3 کاله دمخه (20/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 896

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي وایي، په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي.  

د هغې په خبره افغانان ډېر یو سخت ژمی په مخکې لري په داسې حال کې، چې په دې هېواد کې ډېری خلک بې‌کاره دي، د غذايي او سونګ موادو بیې هم لوړې شوې دي.   

تر دې وړاندې د سره صلیب نړيوالې کمیټې مشر، پیتر ماوریر هم په افغانستان کې د سختې لوږې او بشري ناورین خبرداری ورکړی وو.