طالبانو او حکومت ته پکار ده چې بېړنی اوربند وکړي.
د افغانستان د بشر حقونو کمېسون وایي، هېواد کې له روان وضیعت ټول خلک په وېره کې دي او دواړه غاړې باید بېړنی اوربند وکړي.
د بشر حقونو کمیسون مشرې شهرزاد اکبر ویلي، په وروستیو کې د هدفي وژنو ډېرېدو، چسپکي ماینونو او جګړو یو شمېر، خبریالان، مدني فعالان او مخور خلک واخیستل او ګڼ شمېر نور یې له هېواده بهر وتلو ته اړ کړل، چې دا چاره خواشينونکې ده.
اکبر وایي، دواړه لوري باید د یو سوله ییز افغانستان لپاره اوربند وکړي.