ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې یو کور په نښه کړی دی.

ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې یو کور په نښه کړی دی.


  • 3 کاله دمخه (19/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1367

ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې په یوه کشف شوي کور باندې عملیات ترسره کړي، چې د هغوی یو شمېر وسلې، مهمات او وسایط ترلاسه شوي دي.

 

د ننګرهار ولایت والي، ضیاءالحق امرخېل پر خپله فېسبوک پاڼه لکلي: "د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ لسمې ويالې سيمه کې د پوليسو له لورې د داعشیانو په یو کشف شوي کور باندې د عملياتو په ترڅ کې دوه ميله کلاشينکوف، يو ميل تفنګچه، دوه حلقې ځای پر ځای شوي او ۶ حلقې نور ماينونه، يوه کرولا، يوه عراده زرنج ريکشا، ټليفونونه، د داعش بیرغونه، ۵ جوړه د قطعه خاص يونيفورم، اسناد او نور توکي تر لاسه کړي دي."

 

ضیاءالحق امرخېل همدارنګه یاد عملیات ته په اشارې سره ویلي، چې "د معلوماتو له مخې تېره ورځ د ننګرهار مستوفيت ته څېرمه اېښودل شوي ماينونه د همدې کور څخه را لېږدول شوي وو."

 

والي زیاته کړې، چې "د داعشیانو د دې کورنۍ دوه تنه باګرام کې بنديان دي، يو تن يې کوټ ولسوالۍ کې وژل شوی او د بلال په نوم د جلب او جذب مسؤول د نيولو هڅې جريان لري."

 

تر دې مهاله داعش ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی. 

 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوې خپرې کړې پاڼه کې له دې ولایت څخه د پولیسو ځانګړو ځواکونو له لوري د دوو جلال عملیاتو پر مهال د ۴۳ کیلو  ګرامه نشه یي توکو د نیول کېدو خبر ورکړی و.