افغانستان او چین د ګډ کار لپاره درې کمېټې وګومارلې

افغانستان او چین د ګډ کار لپاره درې کمېټې وګومارلې


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • خالد سهار
  • 904

د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې وایي، په دوحه کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراخیتا لپاره درې ګونې کمېټه خپل کارونه پیل کړي.
د نوموړي په خبره، د دې کمېټو له ډلې یوه به یې د سیاسي او ډیپلوماټیکو موضوعاتو لپاره وي، دویمه به د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره او درېیمه هغه به په ځانګړې توګه په افغانستان کې د چین د پروژو د عملي کولو، د استخراجاتو او نورو داسې پروژو په برخه کې کار کوي چې مستقماً د افغانستان پر اقتصاد مثبت اثر لري.
مجاهد دغه‌راز زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت یې د خوراکي او روغتیایي توکو مرستې ژمنه هم کړې ده.