د قمرۍ په مښوکه کې خلی و، له ځمکې ونې ته والوته، خلی یې د ونې په ښاخونو اېښوده، راولوېد. پسې راښکته شوه، بیا یې په مښوکه کې واخیست ونې ته والوته، خلی بیا راولوېد. حیات الله د خونې له کړکۍ کڅوړنې شناوۍ سترګې ورته نیولې وې، د قمرۍ او خلي ننداره...
د ښار په واټونو چوپه چوپتیا وه، د سړک د غاړې ګروپونه روښانه ول. سګریټ مې کش کړ، تریخ لوګۍ یې په یخه شپه کې خوږه راولګېد، ګوشکي مې سمې کړې، د مرتضی پاشايي «نبض احساس» آواز بېخي خوندور تاثیر وکړ. د پيادهرو په ورېدلې واوره تازه ګډ وډ ق...
د ثور کودتا په مناسبت، لنډه کیسه آزاري ساعت هېواد له وظيفې راغلى و. د لاس ساعت يې د مخ لاس د پرېمينځلو لپاره وكيښ. د ساعت په ليدو يې يو وار بيا خوند واخيست. په دې دېرشو كلونو كې يې رنګ نه و اوښتى، اوسني ساعتونه داسې نه وي، لا يې كال نه وي ت...
هیندارې ته ودرېدم. کمیس مې سم و، نېکټايي مې نه وه په غاړه، سودا راولوېده چې په مرکه کې خو به ډېر بې نظمه نه ښکارم؟ وېښته مې په ګوتو سم کړل، ږمنځ کړي مې نه و.څومره وارخطا راغلی وم، وارخطا وم که بې نظمه وم؟ رښتیا یې ويلي، انسان ته چې څه مهم ښکاري وخت و...
رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه دې ويښه تېره کړه. شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جی...
لمر پرېواته لوري ته یې چې د پلچرخي زندان برجونه ښکارېدل، وکتل. یو سوړ اسویلی يې وکېښ. خپل ټيکری يې زندان ته د تللې لارې د بازار یو سماوار ته نږدې وغوړاوه. د اوبو یو غټ بوتل او په یوه وړه کڅوړه کې راوړې شپږ اووه دانې شنه مرچ د ټیکري پر سر کېښود...
شپاړس کاله مخکې مې له پلار سره زړه بدي راغله ماسپخښين مهال و مونږ دواړو يو بل ته تېرې زياتې وکړې ، زه ځوان وم ګنی دا مسله دومره جدي نه وه چې خوا مې پرې بده شوې وای بس هسې احساسات مې په عقل غالبه وو نه مې غوښتل چې د پلار له ځوابه پاتې راشم ؛ پلار مې ه...
د واینو د نریو جګو ګیلاسونو له جنګولو سره د پيالو کړنګ او د نجلۍ د خندا شرنګ شو. سړي اخ کړل. نجلۍ شونډو ته پورته کړی ګیلاس ټنګ پر میز کیښود، سره شراب د پیالې یوې لپې، بلې لپې ته راغلل، ولاړل خو ونه څڅیدل. نجلۍ په چیچلو غاښونو وویل: -خیریت &...
حاکم ښایسته شېبه خپلې سترګې د تورګل په چاودلي، سپېره مېره مخ کې ټومبلې وې، په ځای تاو شو. څو قدمه شاته لاړ، چټک ګامونه یې را واخیستل. تور ګل یې په دواړو لاسونو له ګریوانه را ونیو. څو جټکې یې ورکړې ، په یوه سا ورته لګیاشو: ستاسې له سترګو حیا ال...
نن مې له سهاره طبعه ښه نه وه. د دفتري میز تر شا ناست وم، خو چندان مزه مې نه وه. موبایل مې وشرنګید. نهه بجې وې، پوه شوم چې میرمن مې ده. میرمن مې له کارونو خبره ده، سهار زنګ را وهي د تېرې شپې احوال مې اخلي، لږه اکاړه هم سره کوو، که کار زیات نه وي...