د ثور کودتا په مناسبت، لنډه کیسه
آزاري ساعت
هېواد له وظيفې راغلى و. د لاس ساعت يې د مخ لاس د پرېمينځلو لپاره وكيښ. د ساعت په ليدو يې يو وار بيا خوند واخيست. په دې دېرشو كلونو كې يې رنګ نه و اوښتى، اوسني ساعتونه داسې نه وي، لا يې كال نه وي تېر چې طلايي رنګ يې سپين اوښتى وي، هغه هم كاشكې پوره سپين، نيم زېړ پاتې شي نيم سپين. خو د ده سيكو ۵ ساعت هماغسې زېړ پاتې و، لكه د سرو زرو چې وي. مهمه لا دا وه، چې دا يې د پلار نښه وه. ده پر خپل پلار باندې فخر كاوه، د پلار ملګرو به يې ويل، چې هغه ډېر پاك انسان و. د اوسنو چارواكو برخلاف هغه رشوت خور نه و.
مخ لاس چې يې وكړ، ساعت يې د ټلويزيون د مېز له سره پورته كړ. لا وختي و، خبرونو ته لا شل دقيقې پاتې وې. بلې كوټې ولاړ، د كتابونو د المارۍ شيشه يې پله يې خلاصه كړه. د ايرو په رنګ كتاب يې راواخيست. د کتاب پر کلکې مقوايي پوښتۍ يې لاس ورتېر كړ، لكه د كوچني ماشوم پوستكى ښوى ولګېد. د كتاب سره عنوان ته يې په خوند وكتل:
«د ثور كودتا او د هغې ژورې پايلې»
تر عنوان پورته د مولف د نوم په لوستو يې لا زيات خوند واخيست: پوهاند داكتر محمد حسن كاكړ. د هغه كتابونه اكثراً په انګريزي وي، خو دا كتاب يې په پښتو ليكلى و. هېواد د كاكړ بل پښتو كتاب هم لوستى و؛ خو دومره خوند يې ځنې نه و اخيستى. هغه كتاب ده په پارسي كښلى و، بيا نورو پښتو كړى و. د هغه كتاب ژبه مصنوعي غوندې وه، «سكالو»، «آړ»، «مخپتيينه» او داسې نور نا اشنا شيان يې په كې ليكلي وو؛ خو د دې كتاب خوند د مولف په ژبه كې هم و. ژبه يې داسې وه، لكه څوك چې درته نكل كوي.
د كتاب پر پوښتۍ د څو پر له پسې ټيټو جګو غرونو پر سر دوې چورلكې ګرځېدې، تصوير داسې تت و، لكه په خړ ماښام كې چې اخيستل شوى وي. هېواد ته هغه ماښام ورياد شو، چې له ترينكوټه په څرخي الوتكه كې كابل ته تللى و. د پلار وظيفه يې كابل ته بدله وه. كالي يې په لارۍ كې د ځمكې له لارې ولېږل؛ خو دوى ته د سر خطر و، د ترينكوټ او كندهار تر منځ ټوله لاره د اشرارو په لاس كې وه. مازديګر چورلكې ته پورته شول. پلار يې په يوه لاس كې خپل ډيپلومات بكس نيولى و، په بل لاس يې د سنګر لاس. سنګر تر هېواد دوه كاله كشر و. مور يې په يوه لاس يو كلنه پرتمينه په غېږ كې ټينګه كړې وه، په بل لاس يې چادري، چې د چورلكې شمال يې له سره په هوا نه كړي. ټول چورلكې ته وختل؛ خو هېواد لرې ولاړ و. وېرېده چې كه مخته لاړ شي، نو د چورلكې څرخونه به يې په سر ولګېږي.
د دې صحنې په يادولو سره موسكى شو، ځان سره يې وويل: زه څومره ساده وم، دا مې نه مې ويل چې مور او پلار خو مې تر ما ډېر جګ دي، كه څرخونه دومره ټيټ واى؛ نو د هغوى په سر به لګيدلي وو.
بيا يې هغه صحنه ورياده شوه، چې پيلوټ راغى، دى يې په غېږ كې چورلكې ته وخېژاوه، له ځان سره يې په كابين كې كېناوه. كابل ته چې ورسېدل، ماښام و، غرونه همداسې تت ښكارېدل.
هېواد د كتاب د ۲۱۶ او ۲۱۷ مخونو له منځه رواشي رنګه ريتاړه، چې د لوستو ځاى يې ورسره په نښه كړى و، ايسته كړه. په دې څپركي كې د خلقيانو او پرچميانو پر وخت، د بنديانو دردونكى حال بيان شوى و. د بنديانو د ځورولو په لوستو سره يې خپل پلار سترګو ته ودرېد، چې وهل كېږي، پر سرو سكروټو كېنول كېږي او په مرۍ كې يې سرې اوبه تويېږي، هغه د پرچميانو په حكومت كې درې كاله بندي و، چې له بنده راووت د پېژندلو نه و.
څو كرښې يې چې ولوستې، ۲۱۸ ام مخ يې واړاوه، عنوان يې ورته ډېر جالب و: د ترينكوټ بنديان.
له تېر عنوانه پاتې درې كرښې يې زر زر ولوستې. له نوي عنوان سره د ده د ماشومتوب خاطرې تړلې وې. هغه مهال دى د اوو كالو و. د پلار په جيپ موټر كې به مكتب ته ته. هره ورځ به يې د سره كميس د جېب له پاسه يو نښان ټومبه. سور ستورى په منځ كې يې د نورمحمد تره كي عكس. پلار يې د ترينكوټ امنيه قومندان و.
خو اوس هېواد د كوچنيوالي په څېر نه و، هر ږېرور يې اشرار نه باله. اوس يې اشرار هغومره ګرم نه ګڼل، څومره چې به يې په كوچنيوالي كې ګڼل. پينځه صفحې يې ولوستې. ساعت ته يې وكتل، چې د خبرونو وخت خو به نه وي؟ لا پينځه دقيقې ورته پاتې وې.
د ساعت كيسه يې ورياده شوه. دوى په ترينكوټ كې وو. ماخوستن هېواد يوه سترګه خوب هم لا كړى و، چې پلار يې راغى. خداى خبر چې څو بجې به وې؟ هېواد په ساعت نه پوهېده. پلار يې زنګېدلي ګامونه واخيستل، لاس يې پر دېوال تكيه كړ، دېوالي الماري يې خلاصه كړه. د پتلانه له جيبه يې څه وايستل، په چيني كاسه كې يې واچول، كړنګ شو.
هېواد له تلتكه سر راوايست، پوښتنه يې وكړه: پلاره څه شى دې راوړى؟
پلار يې په خوبولي غږ وويل: زووويه! څمممله ناااوخته دى.
هېواد چې سهار پاڅېد، پلار يې وظيفې ته تللى و، مور يې هم په كوټه كې نه وه. ده دوه بالښتونه سره سر په سر كېښودل، المارۍ ته يې لاس ونه رسېد، بل بالښت يې ورباندې كېښود، ورپورته شو، المارۍ يې خلاصه كړه. كاسې ته يې لاس وغځاوه، منځ يې ورته نه ښكارېده. شيان يې راوخيستل، درې دانې ساعتونه وو، يو په كې همدغه طلايي سيكو ۵ و. مور يې كوټې ته ننوته.
هېواد ساعتونه ورهسې كړل: ادې، دا د چا دي؟
ادې وويل: څې كوې؟ پلار به مو تاسو ته راوړي وي.
هېواد خوشاله شو: دغه طلايي به يې زه واخلم.
مور يې وويل: اوس نه. چې برېتونه دې وشول، بيا به يې دركړم.
هېواد تر هغې چې برېتونه يې كېدل، ډېر ځله په پټه طلايي ساعت له الماريو اخيستى او په لاس كړى يې و. لسم ته چې شو، ملګرو ورته وويل، چې كه په ږېره دې چاړه تېره كړې، ژر به راوځي. ده هم څو وارې په پټه د پلار د ږيرې په ماشين بريتونه وخرييل.
بېرته يې كتاب ته پام شو، څلور نورې صفحې يې ولوستې، د اخر پراګراف په لوستو چورتي شو، بيا يې ولوست، ځان سره يې فكر وكړ: پلار مې ساعتونه له كومه راوړي وو؟ د ترينكوټ په بازار كې داسې شيان نه پيدا كېدل، لا په كندهار كې به هم داسې قيمتي اصلي ساعتونه نه وو. داسې ساعتونه خو به حاجيانو له عربستانه راوړل. داسې ساعتونه خو په ښكلو قوتيو كې وي؛ خو پلار مې همداسې بې قوتيو راوړي وو. د كتاب متن يې بيا ولوست، ساعت ته يې وكتل، دا اول ځل و، چې د ساعت په كتلو يې خوند وانه خيست، خوند يې څه كوې، چې لا ورته وهم ځورېد، لكه ساعت چې به غاښونه لري او د ده پر مړوند به خولې لګوې. له لاسه يې وكيښ، اوږده شېبه ورته ځير و. په زړه كې يې وګرځېدل: كاشكې مې پلار ژوندى واى، سپينه خبره به يې راته كړې واى. پلار يې د تڼـي په كودتا كې وژل شوى و. ساعت يې پر نيالۍ كېښود. وروستۍ جملې يې بيا ولوستې:
«د ترينكوټ زندانيان به ورته حيران وو... هغوى ساده مسلمانان وو، نه د مرتجع په معنى پوهېدل او نه د فيوډال او امپرياليزم. له همدې امله به و، چې د محبس خورد ضابط چې له كوم بندي سره يو ښه بوټ، واسكټ، كرتۍ، ساعت، قلم يا بل داسې شى وليده، نو هغه به يې هم ځنې واخيست. بيا به يې ورته وويل چې ته فيوډال يې ځان ته به تر دې هم ښه واخلې، دا يې زما.»
۱۳۸۹ د وږي ۲۳مه