ټام ویسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی

ټام ویسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی


  • 2 کاله دمخه (25/05/2022)
  • سمسور
  • 683

سمسور (۴غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې بیان مهم بللی او ویلي یې دي، چې نړۍ په یوه خوله د افغانستان له ا.ا غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت لګولو له پالیسیو دې لاس واخلي.  

ویسټ دا خبره په يوه ټويټ کې کړې او زياته کړې یې ده چې بشرپالي بايد له خنډ پرته د افغانستان خلکو ته لاسرسی ولري. 

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو هېوادونو پرون شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ا.ا له چارواکو غوښتي وو چې د ښځو او بشري حقونو له محدودوونکو پاليسيو دې لاس واخلي.