پروان کې ۵۰۰ کسان په نامعلومه ناروغۍ اخته شوي

پروان کې ۵۰۰ کسان په نامعلومه ناروغۍ اخته شوي


  • 3 مياشتي دمخه (25/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 86

د پروان ولایتي چارواکو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې  ۵۰۰ کسان په یوه نامعلومه ناروغۍ اخته شوي دي. 

د یاد ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم ویلي، چې دا کسان تر ډېره د یوې سیمې اوسېدونکي دي او شمېر یې نور هم په زیاتېدو دی. 

ویل کېږي، چې په دغو کسانو کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۵۰ نورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. 

که څه هم تر اوسه د دغې ناروغۍ اصل لامل نامعلومه دی؛ خو شمیم د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي، چې په دغه ناروغۍ تر ډېره هغه کسان اخته شوي، چې د سر او عضلاتو په دردونو، سخت اسهال او تبه اخته وو.