د سولې پروسه به روان تاوتریخولی کمزوری کړي

د سولې پروسه به روان تاوتریخولی کمزوری کړي


  • 4 کاله دمخه (16/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1239

 

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د سولې پروسه به روان تاوتریخولی کمزوری کړي .

په قطر کې د درې اونیو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو له ځنډیدو سره سم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی وايي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي روان وضیعت به د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

رولانډ کوبیا په خپله ټویټر پاڼه په یو پیغام کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو او هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې، چې باید په افغانستان کې روان جنګ او هدفي وژنې ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په افغانستان کې دننه د سولې دویم پړاو مذاکراتو پر پیلیدو ټینګار کړی دی.