برېښنا شرکت: موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو

برېښنا شرکت: موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو


  • 3 کاله دمخه (08/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1048

 

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي کابل کې د برېښنا د پرچاویو علت د برېښنا نشتوالی دی.

د برېښنا شرکت مسئولانو د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې د برېښنا د پرچاوۍ یو علت دادی چې تقاضا لوړه ده خو دوی د برېښنا له کمښت سره مخ دي، خو هڅې یې پیل کړي څو د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

چارواکي وایي د ژمي په موسم کې د شپې له خوا ۷۶۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو دوی ۵ سوه میګاواټه برېښنا په اختیار کې لري او همداراز د ورځې لخوا ۷ سوه میګاواټه برېښنا ته ضرورت لري خو دوی ۳۵۰ میګاواټه برېښنا لري.