کونړ کې د دوو چاودنو له کبله درې کسان ټپيان شوي

کونړ کې د دوو چاودنو له کبله درې کسان ټپيان شوي


  • 1 کال دمخه (10/05/2022)
  • سمسور
  • 590

سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

سرچینې وایي، دا چاودنه پرون دوشنبه تر غرمې مخکې په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچینې په خبره، په دې چاودنه کې د ملګرو ملتونو سازمان یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

په ورته مهال سرچینې وايي، چې د دغه ولایت قبایلو چارو ریاست په انګړ کې هم چاودنه شوې ده. 

د سرچینې په خبره، په دې چاودنه کې د قبایلو ریاست دوه طالب کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د دواړو پېښو په اړه کونړ کې ځايي طالبانو څه نه دي ویلي او نه هم تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا منلی دی.