- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- رفيع الله روشن
- 1198
په خپله به يې خداى خبر چې لمونځ کړى وو کنه،پرهغې يې اواز وکړ ونجلۍ!پاڅېږه لمونځ دې وکړه ،هغو کوچنيوهلکانوته چاى تيارکړه چې ښوونځي ته به ځي.
نجلۍ په خپل ځاى کې اړخ بدل کړ،شخي يې ووېسته ،غاښونه يې وچيچل ،اوږده ساه يې واخسته،سترګې يې ومښلې په ځاى کې کېناسته،خوب يې لا په سترګوکې وو،سربه يې کله يوخوااوکله بل خواته کوږ شو،لکه ټېکې چې په کرونده کې په زهرو لړل شوي غنم خوړلي وي،لاس يې اوږود کړ،ټکرى يې راواخست په اوږدوخوجړو وېښتانويې ښور کړ،وېښته هم خداى دېته ورکړي وو،سم يوه ګېډۍ وو،يوځل يې په ناسته هم شخي ووېسته او پورته شوه،څوشېبې وروسته بيا کوټې ته ننوته،جاينماز يې را واخست لمونځ يې وکړ،بېرته له کوټې ووته ،نېغه دتنور کوټې ته ولاړه،تورچاى جوش يې له تناره په داسې حال کې راووېست چې سمه نيمه پسې په تنورکې ورکه شوه،په بېړه يې کوچنيو وروڼوته چاى تيار کړ،هغوى يې له خوبه راويښ کړل،مخ اولاسونه يې ورته پرې مينځل،په دسترخوان يې را ټول کړل،هغوى چې کله ښوونځي ته ولاړل،دې دکور پاتې کارونه پيل کړل،په دې وخت کې پرې دکوټې له منځه اواز وشو زرلښتې وزرلښتې! دې ورته آآآ نارې کړې،خوهغې يې اواز وانه ورېده،بيايې شورماشور جوړ کړ،خدى دې تا تور مخې ،کنډاسه په ماروچيچل کي،داپه تاڅه تور مرګ ولګېده،چې غږ نه راته کوې؟ته صبر وکړه چې زه دې اوس چاره وکړم،که مې ستاځاى هم دمور څنګ نکړاودهغې تورې هديرې بنديوانه مې نه کړې نو زما نوم به هم قندۍ نه وي،نوم يې ډېرخوږ وو خو پخپله ډېره ترخه وه،پسې راغلله له ځانسره غورېدله،دادې خداى نه بخښي چې ستاپشان ،مړزګه لور يې زېږولې ده،نجلۍ ته راورسېده اوپه کمڅيوکې يې ورته ګوتې بندې کړې،داسې حد ته يې ووهله،چې يو دوه يې ترې هېر کړل،نور يې ورته يوځل بياپه سپکو سپورو پيل وکړ،ته وګوره چې زه دې څومره ژر له دې کوره رنګ ورکومه،هغه خلک دې هم،خداى ووهي،ويل يې چې درېيمه،ورځ بيا راځي،خو همداسې ورک شول،که داوار راغلل،له ستړي مشې دمخه ستامردارمخې دستمال ورکوم،نوره دې په دې کور کې نه شم زغملى،نجلۍ راغلله پښوته يې پرېوته،نه نه مورجانې دخداى لپاره چې داکار ونکړې،هيله کوم هغه کونډته مې مه ورکوه،زه له هغه سره واده نه شم کولاى،دهغه خو مشره لور واده شوې ده کنه،په کور کې اولادونه يې هم لما مشران اوهمزولي دي، پام کوه چې داکار ونکړې،کنه زه به مړه شم.
ميرې يې په کړس وخندل،زه خو غواړم همداکنه،اوس دې په يونه يوچل له خپلې مخې لرې کوم.
دهمدې ورځې په ماښام هغه خلک راغلل چې يوځل دمخه هم دزرلښتې غوښتوته راغلي وو،اوس ددې پلارهم په کور کې وو،خودهغه شتون ددې لپاره هېڅ ګټه نه لرله،ولې چې دهغه په ذهن کې يې نوې ښځې داسې زهر پيچکاري کړي وو،چې پلار يې هم اوس دهغې له شتون نه په نه شتون خوښ وو،نفرت به يې ترې کاوه،دماخوستن له ډوډۍ خوړلو وروسته راغليو خلکو بيادښېښۍ خبره ياده کړه،پلار يې غلى ناست وو، ميرې يې په مکرجنه لهجه له سترګو اوښکې وڅڅولې که څه هم چې زرلښته کوچنۍ اوستالېور پوخ سړى دى اودابېچاره يې دلور پرځاى ده خو زه هم سياسره يم،اونه غواړم چې چې خداى مکړه سباکومه بدنامې راته را واوړي،په خپله هم په کور کې کوچنۍ لور لرم،هسې خو مې زرلښته هم لور ده،خووايي چې خور لور په عزت واده شي،ښه ده،نوموږ په دې ريشته خوښ يو،دستمال يې ورکړ،زرلښتې باندې له ډېرخفګان نه بېهوښي راغلله،تر درې ورځويې له ډوډۍ او اوبوڅکه ونکړه.
څو اوونۍ وروسته يې واده هم تيار شو،کوچنۍ زرلښته دميرې لخواد وهلو او ډبولوپرمټ ډولۍ کې کېنول شوه،هغې به چې خپل دوه کوچني اوبې موره وروڼه په چيغو وليدل نو له ډولۍ نه به راکوزه شوه، دواړونه به يې غېږه تاوه کړه،ډېرې چيغې به يې ورسره وکړې،مګر ميرې به يې بياله مټ نه ونيوله،ورته به يې وويل،چې هم ځان شرموې او هم موږ،څوځله ډولۍ ته له پورته کېدو اوښکته کېدو وروسته يې نجلۍ روانه کړه،خودهغې چيغې لاپسې لوړېدې،دلته يې وروڼوهم ځانونه په ځمکه ځمکه وهل اودخور خور نارې يې وهلي،دلارې تر نيمايي پورې دزرلښتې چيغې ورو ورو کمېدې اوبل اخره ورکې شوې،لاره نږې اته دقيقې وه،سپين ږيرى زوم اميل په غاړه مخکې روان وو او وروسته پسې ځوانانو ډولۍ په اوږه روان وو، کورته چې ورسېدل ،ښځې راټولې شوې،ترڅو ناوې له ډولۍ راکوزه کړي،ښه راغلاست اودنوي کور مبارکي ورته ووايي،کله چې يې له ډولۍ نه شال اوچت کړ،ګوري چې ناوې په ډولۍ کې نسکوره پرته ده، اوپه رښتيا يې هم دميرې ژمنې حقيقت موندلى وواودتل لپاره دخپلې مورپشاه په ابدي خوب ويده شوې وه.
نوټ: ټېکه يوډول مرغۍ ده چې دغنمو دکر په وخت کې راپيداکېږي.