بلنکین صیب، لږ سیاسي ادبیات زده کړه!

بلنکین صیب، لږ سیاسي ادبیات زده کړه!


  • 3 کاله دمخه (10/03/2021)
  • د ډاکټر تاج الدین ملت مل
  • 1622

افغان ولسمشر او افغان دولت د افغانانو عزت دی، او مونږ په خپل عزت همیش سرونه قربانی کړي او قربانې به یی کړو.

 ما د ښاغلې انتونی بلینکن لیک ولوست. د لیک د متن نه په ډاګه معلومیږی چې جناب بلنکن یا په دیپلوماسی نه پوهیږی او یا هم دومره پړسول شوی چې عقل او منطق یی له لاسه ورکړی دی. د ځنو بی درکه او بی ضمیره افغانانو نظریات پدی اړه ما ته د تعجب وړ پدی وه چې زمونږ په ټولنه کی یو شمیر څومره ځلیل او پردیپال شوي دي.  

دا منو چې په دولت کی ډیري نیمګړتیاوی شته او د سموني لپاره یی هر نوعه فعالیتونه چې تر سره کولای شو باید یی تر سره کړو. مونږ په کتلوي توګه د دولت د نیمګړتیاو سخت منتقدین وواو یوو. مونږ پرو سږکال پدی اړه د یوه سالم اپوزیسون جوړول پیشنهاد کړ (چې دا یی تر ټولو سالمه سیاسی او مدنی لار وه)، خو په خواشینې سره چې د حالاتو د چټک بدلیدو له امله هغه شان چې لازم وه د پلوی وړ و نه ګرځید. خو د دی ټولو خبرو سره سره د مستر بلنکن دغه لیک یوازی داکتر صاحب محمد اشرف غنی ته سپکاوی نه بلکه د افغانستان ملت ته سپکاوي دی. د دی لیک محتوا دا ښایی چي د ټولو ستونزو سره چې اوسنی دولت یی لری، داکتر صاحب محمد اشرف غنی د امریکایانو ټولي غوښتني ندی منلی او خاصتآ هغه غوښتنی چې هغه د افغان ولس د ګټو خلاف دي، که نه نو د داسی یو لیک د استونې هیڅ ضرورت نه پیښیده. خو د دی سره سره بیا هم یوشمیر بی تمیزه افغانان ولسمشر ته د نوکر او غلام خطاب کوي. او د دی لیک په پیغور ورکولو سره دهغه سپکاوي کوي.  

زما په اند، دغه لیک برخلاف د داکتر صاحب محمد اشرف غنی ملی بودن او د افغانانو عزت او ابرو ته د ژمن تیا یو ثبوت دی. هغه افغانان چې دا پیغورونه ولسمشر ته ورکوي دوي په حقیقت کی یا بیسواده او نا پوه دي، یا دومره پردی پال دي چې د خپل ملت عزت ور سره اصلآ مطرح ندی او یا دا چې دوي داسی ژور رواني مریضان دی چې د خپل ځان او خپل ملت په توهین هم نپوهیږي او یا نه خفه کیږي. 

زه د یوه ژمن وطنپال مبارز په توګه په ټولو هیوادوالو غږ کوم چې مونږ باید د خپل هیواد او خلکو عزت او ابرو ته په ستر ارزښت قایل اوسو. کله چې د ملې ګټو او ملی ارزښتونو سوال راشی باید په پوره متانت د خپل نظام او ولسمشر تر خوا ودریږو. زه دیوه اففغان په توګه د مستر بلنکن دغه بیسواده لیکنه په کلکو الفاظو غندم او د امریکا د ملت د پوهانو نه غوښتنه کوم چې خپل ناپوهه او نا عاقبت اندیشه سیاسیون د افغانستان د تاریخ نه خبر کړي.  

ولسمشر محمد اشرف غنې ته ډاډ ورکوم چې افغان ملت پدغه اړوند ستاسو تر خوا دي. مونږ همیشه غربت منلې و لی بی عزتی نه. که ضرورت شی پدغه لاره کی هر نوعه قربانی ته هم تیار یو. مونږ یو ځل پخوا هم د امریکی د مرستو د بندیدلو په اړه خپل غبرګون ښوولی وه او د سلګونو افغانانو داوطلبانه خدمتونو او په زرګونو ډالرو د مرستی لستونه مو جوړ کړي وه. کله چې تاسو اجازه وکړه مونږ به بیا هغې لړۍ ته ادامه ورکړو او په زرګونو افغانان به ستاسو تر شا مادی او معنوي مرستی ته ودروو. په ټولو افغانانو غږ کوم چې په ملې مسایلو کی خپل یوالی و ساتې، او د خپل نظام او دولت نه د خپل عزت په توګه دفاع وکړی.