د امریکا دفاع وزارت وايي کابل کې یې د امریکا وروستي هوايي برید په اړه، چې د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول څېړنې ترسره کړي او معلومه شوې چې دا برید تېروتنه وه خو جرم نه دی.
د پنټاګون یوې څارونکې ډلې ویلي، امریکايي پوځيان ډاډه وو چې د ترهګرو ډلو غړي له دې کوره د دوی پر ځواکونو برید کوي.
د امریکا د دفاع وزارت دغې څارونکې ډلې ویلي ټولې پلټنې ښيي چې دا یوه تېروتنه وه، خو جرم نه ګڼل کېږي.
امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال په کابل کې د ډرون هوایي برید وکړ چې په هغه کې یې لس کسه ووژل چې ډېری یې ماشومان وو. دې پېښې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را وپارول.
که څه هم هماغه مهال مالومه شوه، چې امریکایانو د داعش پر ځای ماشومان شهیدان کړي؛ خو طالب چارواکو ورته هیڅ غبرګون ونه ښود