د حلال کښت سفیر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ذبیح الله شاکر
  • 1354

انوش ننګیال د ارواښاد محمد اسحاق ننګیال کشر ځوی، چې دا مهال د دیارلسو کلونو دی، په بی بی سی راډيو کې تکړه ممثیل، په شمشاد ټلویزیون کې د ماشومانو د خپرونې چلوونکی دی، انوش جان په اوم ټولګې کې درس وایی خو ترڅنګ یې په انګلیسی ژبه هم روانې خبرې کولی شي. انوش د درس و کار ترڅنګ ورزش هم په ښه توګه تر سره کوی، انوش د جمناستیک په ورزش کې هم کامیاب دی. انوش چې د پلار او مور سیوری یې هم په سر نشته، دومره برالی دی چې دا مهال په افغانستان کې د حلال کښت د سفیر په توګه وګومارل شو، دی هرولایت ته ورځی او په سټیج باندې دولتي چارواکو او عام ولس ته خبرې کوي. چې په سټیج باندې بیانیه څه اسانه کار نه دی. با استعداده انوش کله، کله افغان ادبی بهیر کې هم خپل شعرونه او هم د خپل پلار اسحاق ننګیال شعرونه د غونډې برخوالو ته وړاندې کوي، چې تل یې تود هرکلی کېږي، یانې انوش جان یوه تکړه شاعر هم دی. پر دې سر بېره، هر وخت له خپلو وریرونو سره هم د درس او ورزش په برخه کې مرسته کوي، خو ترڅنګ یې خپل ماشوماتوب هم کوي.
 مشر ورور یې آرش ننګیال وايی چې ډېر شوخ دی، خو ورسره هوښیار هم دی. آرش ننګیال دا هم وايي چې دندې ، ورزش، درسونه په انوش باندې بوج نه دي، بلکې په خپله خوښه او مینه هر څه د خپل مهال ویش له مخې په بریالي توګه تر سره کوي، انوش جان ته هروخت راډیو ګانې او ټلویزیونونه د کار وړاندېز کوي، خو په کور کې  ورته د ډېر کار اجازه نه ورکول کېږي. د انوش ننګیال عمر ته په کتو داسې ښکاري چې ډېر ژربه د خپل پلار ارواښاد اسحاق ننګیال او مشر ورور آرش ڼنګیال ځای ناستی شي. دا لمړی ځل دې چې په افغانستان او یو شمېر هېوادونو کې یوه ماشوم د سفیر لقب تر لاسه کوي.