دپو هاند دکتور محمد حسن کاکړ لند پیژند لیک


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمسور
  • 2048

محمد حسن کاکړ څه باندې اویا کاله دمخه دافغانستان  دلغمان ولایت دپلوټې  په کلي کې پیداشوی . لومړنۍ او منځنۍ زده کړه یې په لغمان کې کړې، نهم ټولګی یې دکندهار داحمد شاه بابا په لیسه کې ، لسم او یوولسم ټولګی بې په کابل دارلمعلمین او دولسم ټولګی یې په غازي لیسه کې پای ته رسولی دی. دلیسا نس درجه یې دکابل پو هنتون دادب  په پوهنځي  کې په تاریخ کې تر لاسه کړې ده. په پښتو ټولنه کې  دکابل مجلې له چلولو نه درې کاله وروسته یې په حکومتي سکالر شپ دانګلستان  دلندن  پوهنتون کې دتاریخ زده کړه وکړه او له دغه پو هنتون څخه یې لومړی د M . phil (ماستری نه لوړه) او وروسته د Ph . D  شهادتنامه ترلاسه کړه.

په کابل پو هنتون کې دتاریخ په استادي سره په ۱۹۸۱ ع کال کې دپو هاندي علمي درجې ته ورسید. داستادۍ په دوره کې دامریکا په پرنسټن او هارورد پو هنتو نوکې څیړنې هم وکړې. په افغانستان کې یې دشوروي دیرغل او له کمونیستي حکومت سره دقانوني مخالفت له امله  پنځه کاله په بند کې هم تیر کړل. له ازادیدلو نه وروسته د ۱۹۸۷ع کال په پای کې له خپلې کورنۍ سره پیښور ته واوښت او په ۱۹۸۹ع کال کې په امریکا کې کډوال شو او اوس له خپلې کورنۍ سره دکلیفورنیا په کانکورډ کې اوسیږي.

دپوهاند کاکړ لیکنې دتیرو څلور پنځوس کلونو په مودې کې هم دورځې په سیاسي اوهم په اختصاصي ډګرونو کې دننه د هیواد په بیلا بیلو خبرونو او هم دباندې په افغاني خپرونو او داسې هم په غیر افغاني اختصاصي مجلو کې خپرې شوې دي. ده په ډیرو علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې یې هم په افغانستان او هم له افغانستان  نه دباندېګډون کړې دی.

یو شمیر تاریخي ، سیاسي ، ادبي او پو هنیز کتابونه یې پښتو او دري ته اړولي دي.په خپله یې هم په همدغو ژبو کې ډیر اثرونه کښلي دي . په انګریزي کې یې دوه لوی کتا بونه دادي: «  دافغانستان حکومت اوټولنه دامیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې » او  «  افغانستان ،دشوروي یرغل او دافغانانو ځواب » دغه اثرونه  په ترتیب سره دتکساس دولتي پو هنتون اود کلیفورنیا پو هنتون خپاره کړي دي . بل لوی اثر یې په انګریزي کې دافغانستان سیاسي او دیپلو ماتیکي تاریخ ، ۱۸۶۳ــــ۱۹۰۱ په نامه چاپ ته تیار دی.

دپو هاند کاکړ میرمن  مریم ، زامن یې کاوون ، سباوون او لوڼې یې پلوشه ، وږمه او خوږه دي. لمسۍ اولمسي یې ځلا، موسکا او هیله او غورځنګ ، اتل ، څپاند ( ایمل) او اکمل دي