د کرونا ویروس د ۵۱ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۵۱ تازه پیښو ثبتیدل


  • 3 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1375

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنه مړه شوي او په همدې موده کې د یاد ویروس ۵۱ تازه پیښې هم ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا په یاده موده کې۱۴۹ تنه له کرونا ناروغۍ څخه بیرته رغیدلي هم دي چې له نویو ثبت شویو شمیرو سره په ټول هیواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۳۷۸ تنو ته ورسید.

دغه راز په ټول هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمیر دوه زره او ۲۶۷ تنو ته ورسید او ۴۳ زره او ۴۴۰ تنه بیرته ترې رغیدلي دي.