خلیلزاد: که طالبان یې پر نظامیانو برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي

خلیلزاد: که طالبان یې پر نظامیانو برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي


  • 3 کاله دمخه (28/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1412

زلمی خلیلزاد د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور بلل شوی و او پوره دوه ساعته یې د افغانستان د راتلونکې او سولې بهیر په اړه له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

 هغه په خپلو خبرو کې ویلي طالبان او حکومت دواړه له دوی د مرستې غوښتونکي دي خو په خبره یې د امریکا مرستې به له دوی سره مشروطې وي. 

هغه په خپلو خبرو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که پر نظامیانو یې برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي.  

خلیلزاد ویلي چې دوی له افغانستان سره خپله همکاري او ملګرتیا ساتي او په وینا یې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دي. 

خلیلزاد ویلي که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او هڅه وکړي چې له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي نو د نړیوالو او سیمه یزو همکارانو په مرسته به دغه ډله منزوي کړي.