افغان او ازبکستاني چارواکو پر سوداګریزو اړیکو او همکاریو بحث کړی

افغان او ازبکستاني چارواکو پر سوداګریزو اړیکو او همکاریو بحث کړی


  • 2 کاله دمخه (12/05/2022)
  • سمسور
  • 686

سمسور (۲۲غوایی۱۴۰۱) د افغانستان او ازبکستان چارواکو د سوداګریزو اړیکو او همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي. 

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنۍ پانګونې وزیر سردار عمرزاکوف سره د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانسپورت، ترانزیت، د ترمذ – مزرشریف- کابل او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ او د دوو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لار نقشې پر وروستي کېدو خبرې وکړې.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دا خبرې د ویدیو کنفرانس له لارې پرون وشوې او په لړ کې یې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر وویل، هېواد یې د پټلۍ د نهايي کولو په اړه د غونډې رابللو ته چمتو دی خو په سیمه کې وروستیو تحولاتو دا چاره ځنډولې.