د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) وایي، په افغانستان کې۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
دغه پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید انرژۍ ته د یو څه لاسرسي هیلهمندي پیاوړې کوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام زیاتوي چې د یاد پروګرام د بیا نوې کېدونکې انرژۍ هڅو میلیونونه افغانان د برېښنا تر پوښښ لاندې راوستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال ۸۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.
د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ په هرات ولایت کې د بادي برېښنا د یوې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل، د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده چې ګرانه پرېوځي.
ملا برادر ټینګار وکړ چې په کور دنننه باید د انرژۍ د تولید په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.