بایډن ټرمپ ته؛ پر ډیموکراسۍ بې باوره او جنایتکار انسان یې

بایډن ټرمپ ته؛ پر ډیموکراسۍ بې باوره او جنایتکار انسان یې


  • 4 مياشتي دمخه (20/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 149

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ډموکراټانو په یوه غونډه کې پر ټرمپ سختې نېوکې کړي او هغه یې جنایتکار بللی دی.

 

نوموړي ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس ته په اشارې سره ویلي، ایا یو جنایتکار ته دولت وروسپارو که یوه څارنواله د دولت مشره وټاکو؟

 

هغه ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ د ماتې او خپلې بریا له امله د ټرمپ د پلویانو لاریونونه پر ډموکراسۍ د ټرمپ بې باورې ګڼلې او زیاته کړې یې ده چې، ټرمپ باید پر ډموکراسۍ یوازې د بریا پر مهال نه، بلکې د ماتې پر مهال هم باور ولري.

 

بایډن زیاته کړې چې، ټرمپ امریکا د ماتېدونکو ملتونو څخه ګڼي، خو دی پخپله ماتېدونکی دی.

 

بایډن امریکا یو مخکښ او کامیاب ملت بللی او په وینا یې که امریکا نه وي، نړۍ به څوک رهبري کړي؟