کاملا هیرس: غزه کې دې سمدستي اوربند وشي

کاملا هیرس: غزه کې دې سمدستي اوربند وشي


  • 10 مياشتي دمخه (04/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 311

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هریس په غزې کې په سمدستي توګه د شپږو اوونیو لپاره د وړاندیز شوي اوربند د منل کیدو غوښتنه کړې او په اسرائیلو یې هم انتقاد کړی چې د غزې تړانګې ته په کافي اندازه خوراکي مواد نه پریږدي.

هریس یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په غزه کې په "پراخه کچه مصیبتونو" ته په کتو باید په سمدستي توګه لږ تر لږه د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي چې د هغې په وینا همدا اوس پرې بحث روان دی.

کاملا هریس له  حماس څخه هم وغوښتل چې د اوربند دا موافقه ومني چې د هغې په قول له مخې به یرغمل شوي کسان خوشې او د غزې تړانګې ته به ښه ډیر مرستندویه مواد ورسیږي.

متحده ایالات، مصر او قطر پدې اوربند کې د منځګړو په توګه عمل کوي او تیره میاشت یې د فرانسې د پاریس په ښار کې هم د موقتي اوربند کیدو په هکله پلان څرګند کړی و چې اسرائیل رد کړ.