د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې کابل کې خپله دنده پیل کړه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې کابل کې خپله دنده پیل کړه


  • 2 کاله دمخه (16/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 787

سمسور نیوز (۲۴تله۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي. 

د قرغیزستان پخوانې ولسمشره روزا اتونبایوا تېره میاشت ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره د نوې ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه او په رسمي توګه یې دنده پیل کړې ده.    

یوناما له امیرخان متقي سره د اوتونبایوا د کتنې په اړه لیکلي، چې دواړو لوریو د باور جوړونې، بانکي سیستم او د نجونو پر زده‌کړه خبرې کړې دي. 

یوناما دا هم لیکلي، چې په دې لیدنه کې له اختلافاتو سره، سره دوی د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا هوکړه کړې ده.    

بل لورته د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ته د همکاریو ډاډ ورکړی دی. 

بلخي د متقي له قوله لیکلي، اوس د افغانستان او نړۍ د نږدې‌ کېدو وخت دی، چې دا کار یوناما ښه کولای شي.