یونېسف: له افغان ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

یونېسف: له افغان ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو


  • 1 کال دمخه (19/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 567

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاټر صندوق یا یونېسف وایي، چې دغه بنسټ په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرسته ته دوام ورکوي. 

یادې څرګندونې په افغانستان کې د يونېسف استازي فرانک اکيزا په نيويارک ښار کې يوې خبري غونډې ته کړې دي.

د هغه په وینا، د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي د لوږې له ګواښ او ۲،۳ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دې ډلې ۸۷۵ زره یې درمنلې او د  ماشومانو تغذیې خوړو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، سږکال په ډېر ګومان سره ښايي شااوخوا ۸۴۰  زره امیندواره مېرمنې او شېدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.