په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړانديز؛ اسرائیل مني، خو حماس رد کړی دی

په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړانديز؛ اسرائیل مني، خو حماس رد کړی دی


  • 3 مياشتي دمخه (20/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 154

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا لخوا په غزه کې له حماس سره د اوربند وړاندیز منلی دی. 

د فرانسوي رسنۍ د راپور له مخې؛ نتانیاهو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ډاډ ورکړی، چې د قطر او مصر په منځګړیتوب روانو مذاکراتو ته به یو ډله وګوماري، تر څو مذاکرات ترسره کړي. 

بلېنکن ویلي چې اسرائیلو په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز منلی او اوس وار د حماس دی چې د فلسطینیانو لپاره دوی څه کولای شي.

هغه حماس ته په اشارې زیاته کړې، چې وړاندیز دې ومني او ددې وړاندیز په څرنګوالي باندې کار کولو ته دې لار پرانېزي.

 

خو حماس ویلي چې د امریکا نوی وړاندیز نه مني او له منځګړو هېوادونو یې غوښتي چې مذاکرات دې د جوبايډن د پخواني چوکاټ له مخې ترسره شي.