سپینه ماڼۍ: بایډن نیت نه لري، چې په اوس وخت له پوتین سره وغږېږي

سپینه ماڼۍ: بایډن نیت نه لري، چې په اوس وخت له پوتین سره وغږېږي


  • 2 کاله دمخه (03/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 846

سمسور نیوز (۱۲لېندۍ۱۴۰۱) د امریکا ولسمشر جوبایډن په اوس وخت کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د خبرو نیت نه لري. 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، د دغو خبرو لپاره شرایط اوس سم برابر نه دي. 

هغه زیاته کړې، پوتین تر اوسه هېڅ نښه نه‌ده ښودلې، چې هغه دې هر ډول خبرو ته د نوموړي لېوالتیا وښيي. 

بایډن وړمه ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، دی لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له پوتین سره خبرې وکړي؛ خو که هغه وغواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.