د میرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر شپږ څلویښتمې غونډې رپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مينا مسعوده (نيکيار)
  • 1214

د میرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر (۴۶) غونډه د ښوونې او روزنې د وزارت په تالار کې د ماسپښین په دوه بجو د اغلې شهناز بابکر خیل او دوهمه برخه یې د خاطرې شینوارې په مشرۍ جوړه شوه ددې غونډې موضوع ګانې کره کتنه ، مشاعره او په کاري مسایلو باندې بحث  ؤ .

ددې غونډې ګډون کوونکي اوږۍ امیل ، ګلالۍ عمر خیل ، لطیفه وردګ ، ساهره شریف ، منصوري ، صحابه خروټي ، تورپیکۍ وردګ مومند، سپوږمۍ نوری، مینه موسی زۍ ، مینه صابر وردګ ، سوله نیازۍ،خاطرهشینوارې،
 مینا مسعوده نیکیار،راحله نوري،برښنا،پښتنه عربزۍ،وریښمینه سعادت،مینامسعوده نیکیار،خاطره شینوارې او نورو خویندو ګډون کړی ؤ . همدرانګه ددې غونډې میلمه محترم عنایت الله  دیدار ؤ .

د غوڼده په پیل کې محترم استاذ علم ګل سحر د پښتو یاګانو او لیکوالي تدریس ورکړ چي له دې معلوماتو څخه ټولو خويندو ښه ګټه واخيستله چې دا تدریس د ټولو په لیکنو کې مثبت رول لري او کولای شي چې ښه او په بشپړه توګه لیکنه وکړي .

ددې غونډې د رسمي پیل موضوع کره کتنه وه چې دماشومانو لپاره د مینې موسی زی يوه لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه ، د کیسې د ویلو څخه وروسته د غونډې یو شمیر ګډون کوونکو په دې لیکنه باندې نقد وکړچې په لومړي سر کې اغلې اوږۍ امیل ددې کیسې په اړه
داسې وویل :

دا کیسه چی د ماشومانو په هکله وه ډیره په زړه پورې او ښایسته وه او همدرانګه د کرکټر په لحاظ هم ډیره ښه وه . پیام يې هم یو ؤ لیکن د ماشومانو له فکر او ذهن څخه لوړه وه .

خاطرې شینوارې بیا داسې وویل : کیسه ډیره ښه لیکل شوې وه لیکن په څو ځایونو کې د ګرامر په لحاظ ستونزې موجودې وې ددې کیسې ښه والی دا ؤ چې مینه جانې د انسانانو عاطفه د حیواناتو پر وړاندې په ډیره ښه توګه انځور کړې وه .

راحله نوري چې د غونډې له ګډون والو څخه وه داسې وویل : دا کیسه ډیره جالبه او ښه پایله يې درلوده .

د غونډې بلې ګډون کوونکي وویل : دا کیسه ډیره په خوږه ژبه او ښه لهجه ویوونکو ته وړاندې شوې وه او تاسې تل باید کوشش وکړی چې همداسې ښایسته کیسې ګرانو ماشومانو لپاره ولیکی .

سپوږمۍ داسې وویل : دا کسیه په رښتیا چې ډیره ښایسته وه لیکن د پښتو سوچه لغات نه ؤ په کې کارول شوي . که چیرته له خپلو پښتو کلماتو او لغاتو څخه استفاده وکړو نو زمونږ کیسې به لاپسې ښایسته شي .

مینې صابر وردک ددې کیسې په هکله وویل چې دا ددې خور لومړنۍ کیسه وه او کیدای شي چې په راتلونکي کې ېي کیسې ښه والی پیدا کړي او تجربه لاس ته رواړي .

د کره کتنې په پای کې ښاغلي استاذ علم ګل سحر زیاته کړه ، په پښتو ادبیاتو کې د ماشومانو په هکله لیکنې ډیرې کمې دي او څه نه دي لیکل شوي په دې بر خه کې له نورو برخو څخه زیاته اړتیا لیدل کیږي د خپلو معلوماتو په ترڅ کې یې داسې زیاته کړه :

د ماشومانو په هکله کله چې کیسې لیکو دا لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي:

-  د ماشومانوکیسې که افسانوي بڼه ولري . او له افسانوي بڼې څخه ګټه واخیستل شي  ښه به وي او داسې ولیکل شي چې یو ځناور یا یو بل کوم څیز په خپله خبرې کوي .

- ماشو م ته باید په مستقیم ډول پیغام ورنه کړو په غیر مستقیمه توګه (د کیسی له لارې) پیغام ورکړل شي .

- جملې باید لنډې ساده او روانې وي .

- د ماشومانو په کیسو کې استعاره نه ده لازمه .

- دماشومانو دکیسو پیښې باید حرکت ولري .

-  د ماشومانو کیسې باید داسې ولیکل شي  چې د کیسې پیښې د ماشوم سترګو ته ودروي .

- د ماشوم لپاره په لیکنو کې باید سخت لغات ونه کارو او ساده یې ورته ولیکو.

ښاغلي سحر خویندې دې ته وهڅولې چې د ماشومانو لپاره لیکنې وکړي او له نورو ژبو پښتو ته د ماشومانو لپاره کتابونه را وژباړي.

دویمه برخه چې د مشاعرې برخه وه د اغلې اوږۍ امیل د شعر په ویلو پیل شوه چې دا شعر د محترمې شعر ؤ . او ورپسې په خپل وار سره سپوږمۍ نوري ګلالۍ امر خیل  او مینې صابر وردک او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل .

او بیا ورسته مینې صابر وردک د اغلې نعیمي وردک شعر چې عنوان یې ؤ (راز) ګډون کوونکو ته ولوست .

د مشاعرې په پایله کې محترم عنایت الله دیدار د محترمې ګلالۍ په شعر باندې نقد وکړ او د وزن ، قافیې او ردیف په هکله یې خپل معلومات وړاندې کړل .

درېیمه برخه د کاري مسایلو برخه وه چې په دې برخه کې پر هغه کتاب چی د سپوږمۍ نوري په زیار چاپیږي خبرې اترې وشوې ، دا کتاب چې نور کارونه یې بشپړ دي یوازې د نوم په انتخاب باندې خبرې وشې چې یو ښه نوم ورته غوره شي ، یاده دې وي که زمونږ نورې پښتنې خویندې اشعار لري خپله بیوګرافي او شعرونه دې راولیږي .

د یادونې وړ ده په دې کتاب کې د پښتو ښځینه شاعرانو او لیکوالانو بیوګرافي او اشعار راغلي دي .

همدارنګه د کلنۍ غونډې د تجلیل لپاره تصامیم ونیول شول چې کله او چیرته ونیول شي .

بله موضوع داوه چې زیاتره ګډون کوونکي نشي کولای چې هره شنبې غونډې ته حاضر شي نو راتلونکي غونډې ته چې د شنبې په ورځ ده  دا پریکړه باید وشي چې دا ورځ که پنجشنبې  ته راشي څنګه به وي .

په پای کې پر ګرانو ګډون کوونکو باندې یو شمیر کتابونه اودکابل بانک مجلې وویشل شوې اوغونډه د مازدیګرنې په خوړلو سره په څلوروبجوپاى ته ورسيده ،یاده دې وي چې د میرمن بهیر غونډې د هرې شنبې ( خالي ) په ورځ د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې ددې وزارت په کلوپ کې د ماسپښین پر یوه نیمه بجه جوړیږي.