له پاکستانه د افغانانو د اېستلو پرېکړه؛ د بښنې سازمان یې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې

له پاکستانه د افغانانو د اېستلو پرېکړه؛ د بښنې سازمان یې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (29/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 448

د بښنې نړۍوال سازمان په یو پرانېستي لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر، انوارالحق کاکړ څخه غوښتي، چې د افغان کډالو اېستلو برخه کې دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په لیک کې د پاکستان له حکومت غوښتل شوي، چې د بشر نړۍوالو حقونو په رڼا کې دې د افغان کډوالو کوربتوب ته دوام ورکړي. 

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي، چې د ژمي په رارسېدو سره به افغانستان ته بېرته ستنېدونکي افغانان بې کوره شي، د ژوند معیشیت به له لاسه ورکړي او له لومړنیو خدمتونو به هم بې برخې شي. 

یاد سازمان لیکلي چې، "بېرته ستنېدونکي افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به د زده کړو او کار کولو حقونو نقض سره د خپلو حقونو له ځپنې سره مخ شي."

دوی د پاکستان له حکومت غوښتي، چې هلته د مېشتو افغانو ځورول ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هلته مېشتو ټولو غیر قانوني افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي، که نه دوی یې نیسي او بیا یې په زور وباسي.

د پاکستان دا پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او ټول یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.