هېواد کې د یخنۍ له کبله د مړو شمېر ۱۰۴ کسانو ته پورته شو

هېواد کې د یخنۍ له کبله د مړو شمېر ۱۰۴ کسانو ته پورته شو


  • 1 کال دمخه (22/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 560

سمسور نیوز (۲مرغومی۱۴۰۱) ا، ا وایي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا، واورو او اورلګېدنو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له سلو اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد په مرکزي او ځینو شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو سیمې د سړې هوا تر سختې څپې لاندې دي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. 

تر دې مخکې د خپرو شویو راپورونو له مخې ولایتي مسوولینو ویلي وو، چې تر اوسه ۸۸ کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

خو اوس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي، چې د هوا سړېدو، سېلابونو، اور لګېدنې او د ګاز نیولو له امله تر اوسه، په ګڼو ولایتونو کې ۱۰۴ کسان مړه، ۵۰ هستوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي. 

رحیمي زیاته کړې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې مرستې رسونې لپاره مالوماتي ډلګۍ استولي.

هغه وايي، د موسسو او دولتي ادارو په همکارۍ تېره یو میاشت کې ۴۰ زره کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشل شوې او دغه لړۍ دوام لري.