د امریکا پخوانی ولسمشر: که په ​​واک کې وای، طالبانو به ژر افغانستان نه وای نیولی

د امریکا پخوانی ولسمشر: که په ​​واک کې وای، طالبانو به ژر افغانستان نه وای نیولی


  • 3 کاله دمخه (23/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1087

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که په ​​واک کې وای، طالبانو به هېڅ‌کله هم دومره ژر افغانستان نه وای نیولی. 

ټرمپ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د اېستلو روانه بڼه د تاریخ په اوږدو کې د امریکا د یوه لوړ پوړي مشر بې کفایتي بولي او وایي، چې دا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په تاریخ کې د اوسني ولسمشر جوبایډن تر ټولو لویه تېروتنه ده.  

په داسې حال کې، چې جوبایډن د افغان حکومت او پوځ د را پرځېدو لامل د ولسمشر غني سیاسي ناکامي بولي او وایي، چې د امریکایي ځواکونو اېستل ورته د ټرمپ له ادارې پر میراث پاتې دي. 

ښاغلی ټرمپ دغه‌راز د بایډن پر مدیریت نیوکه کوي او په وینا یې، چې نوموړي د ده د چمتو شوي پلان له پلي کولو ډډه کړې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر یې ستونزمن کړی دی.  

د رویټرز خبري آژانس د مالوماتو له‌مخې؛ ښایي، ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو له همدا اوسه جو بایډن د افغانستان پر رامنځته شوي وضعیت تورنوي. 

د ویلو ده، شاواخوا یوه اوونۍ کېږي، چې د طالبانو تحریک د افغانستان ډېره برخه نیولې او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو پر سر یې هم هڅې روانې کړي دي.