د روغتیا نړیوال سازمان: سږکال به ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري

د روغتیا نړیوال سازمان: سږکال به ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري


  • 1 کال دمخه (12/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 612

سمسور نیوز (۲۳سلواغه۱۴۰۱) د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې روان کال به افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۳ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.  

دغه سازمان افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی او ویلي دي، چې له ۱۷،۶ میلیونه ډېر خلک روغتیا برخه کې مرستو ته اړ دي، چې له نیمایي زیات یې ماشومان دي.

دغه سازمان ویلي، د بسپنه کوونکو په ملاتړ به سږ کال ۱۵،۶ میلیونه اړو کسانو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي او خپلې هڅې به لا پراخې کړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم خبرداری ورکړی و، چې تر ۱۸ میلیونو ډېر افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.