ولسي جرګه وایي، سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت پکار دی.

ولسي جرګه وایي، سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت پکار دی.


  • 4 کاله دمخه (04/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1169

ولسي جرګه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي څخه د نرمښت غوښتنه کوي.

نن د افغانستان ولسي جرګې پخپل امتیازي ساعت کې له افغان مذاکراتي پلاوي وغوښتل، ترڅو له طالبانو سره په خبرو کې نرمښت وښیي. د ولسې جرګې رئیس میر رحمان رحماني وویل، سوله زمونږ د ټولو ارمان دی، او ریښتېنې سولې ته د رسیدو لپاره پکار ده، چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی، پخپلو خبرو کې له طالب لوري سره انعطاف وښیي.

رحماني، د مذاکراتو پر خپل وخت د خبرو د شروع کیدو هیله څرګنده کړې.

ولسي جرګه پر  داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی، به نن د دوهم پړاو خبرو لپاره د قطر مرکز دوحې ته لاړ شي.