یوناما ته د ا، ا غبرګون: عمومي عفوه مو په ټولیزه توګه عملي ده

یوناما ته د ا، ا غبرګون: عمومي عفوه مو په ټولیزه توګه عملي ده


  • 8 مياشتي دمخه (22/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 370

اسلامي امارت په افغانستان کې د م.م استازولۍ (یوناما) وروستی راپور، چې د اسلامي امارت ځواکونو لخوا د تېر حکومت ۸۰۰ کسان وژل او ځورول شوي دي، له حقیقت څخه لېرې بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټوېټر (اکس) پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده. 

ښاغلي مجاهد ویلي البته د غچ اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څېړل شوي چې شمېر یې محدود دی.

نوموړی لیکلي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی په خپله د دوی اعتبار ته زیان رسېږي. 

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د تېر حکومت د چارواکو، امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د نقض لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې رامنځته شوې دي.