د حکمتیار مخالفت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ملالۍ رڼا
  • 1086

 د افغانستان د تېرو لسیزو سیاسي حالات ټولو افغانانو ته مالوم دي، هغه خلک چې لږ تر لږه د پېښو له واقعي اړخ سره اشنا وو، په حقيقت کې ژوندي تاریخونه دي.

د خلقیانو راتګ، د رهبرانو را پیدا کېدل، جهاد او بیا يې هم وروستۍ پايله هغه څه دي لکه پرون چې تېر شوي وي. حزب اسلامي هم د دغو سیاسي جریانونو په څېر يو ګوند و چې له نورو سره يې توپیر درلود. توپیر په دې مانا چې د نړۍ د نورو ګوندونو په څېر لکه کمونيزم چې د کمونيزم پر فلسفه ولاړ و، د حزب اسلامي ستنې د اسلام پر دین ولاړې وې.
د اسلامي ګوندونو په نامه چې په پېښور کې څه جوړ شول، په حقيقت کې ګوندونه نه، بلکې ډلې وې. ډلې په دې وې چې واک ته له رسېدو سره سم يې نه کومه ايډیالوژي لرله او نه هم کومه کړنلاره، بلکې د یوه نیم حقيقي څېره د قومي تعصبونو د يوې ډلې په څېر را څرګنده شوه او نور داسې حالت ته ورسېدل چې تش نومونه ور پاتې شول چې په پای کې يې په طبيعي توګه له سیاسته وشړل.
په دې کې شک نه‌شته چې حزب اسلامي له خپل بې‌جوړې منظموالي سره سره سیاسي تېروتنې وکړې، خو که يې کړې هم نه وای د هغه نړیوال قوت له مخې چې پر نړۍ حاکم دی، حزب اسلامي هم نه‌شو کولای چې له مشروع لارې دې هم سیاسي واک تر لاسه کړي، د دې خبرې ژوندۍ بېلګې د شمالي افريقا په تېره بيا د مصر هېواد دی چې اخوانیانو ټاکنې پکې وګټلې، خو پایله يې داسې څه شوه چې ټولو ته مالومه ده.
د جهاد پر وخت، روسانو هم يوازې حکمتیار پېژانده، د هغه لوی لوی انځورونه به يې پر دېوالونو ځړولي وو او بیا به يې په کلکوفونو ويشتل.
حزب اسلامي ګوند، د نورو افغاني اسلامي ډلو په پر تله، د خلقیانو په څېر منظم او له غلاوو پاک ګوند و. ډېر کم به داسې پېښ شوي وي چې د حزب اسلامي مجاهدینو دې، وسلې يا کارتوس پلورلي وي، حال دا چې په نورو ډلو کې دا د ننني پسات په څېر يو عادي کار و. سربېره په دې د یاد ګوند ډېری غړي او مجاهدین لوستي او حتا د کدر تر کچې يې ګڼ شمېر غړي درلودل. هر حزبي دې ته ژمن و چې د حزب درې سوه روپۍ معاش د موسسو په دوه زره ډالر معاش بدل نه کړي، بلکې پر همدې قناعت وکړي. د حزب اسلامي د غړیتوب حاصلول هم څه اسانه خبره نه وه، د اورېدو له مخې يې شپاړس کاله وخت غوښت، قرانکریم يې باید له ژباړې سره زده او له کوره يې یو شهید هم ورکړی وای.
د مهاجرو د ستونزو په برخه کې يې په پاکستان کې له هغوی د ټوپک تر بريده دفاع کوله، لنډه دا چې په دې برخه کې ډېرې خبرې کېدای شي، خو اوس پوښتنه دا ده چې له دومره ښېګڼو سره يې اوس هغه ډلې چې ځانونو ته د جهاد مدافعان هم وايي، مخالفت ولې کېږي. د دې لیکنې اصلي ټکي همدا دي چې په لاندې ډول لوستونکيو ته وړاندې کېږي؛
۱. د اسلام په نامه يادې شوې ډلې چې په پای کې په ډېر ویاړ د لوېدیځ په لمن کې ولوېدې، د دوی کړنې د اسلام دین ته پرته له توهینه بله مانا نه لري، د اسلامي نظام د راتګ پر ځای يوازې دوی د چور او تالان لاره خپله کړه او دې کار ته يې لا تر ننه دوام ورکړی.
۲. دغو خلکو پرته له قومي تعصب، د مافیایي ډلو له جوړولو، عیاشي او ولس ته د اخطارونو له ورکولو بل کار نه دی کړی.
۳. دا خلک نه يوازې دا چې د هېواد په داخل کې په بې‌شمېره جنایتونو ککړ دي او د کابل شپېته زره بې‌ګناه انسانان يې وژلي دي، بلکې د نړیوالې مافیا د غړیتوب ویاړ هم لري.
۴. دغه چارواکي خپلې ګټې او د خپلو ګټو خوندیتوب په دې کې ویني چې په هېواد کې ګډوډي تر کلونو کلونو پورې دوام وکړي او دوی پکې خپله غلامي او نااهلي خوندي وساتي.
۵. د اسلام په نامه جنایتکارانو نه يوازې دا چې د موږکانو په څېر د دې هېواد هر څه راټول کړل، بلکې په خپلو هغو څېرو کې چې يو وخت يې اوږدې اوږدې ږيرې لرلې، چټې وخريېلې او ځینو هم فرانسوي سټایل خپل او د میکپ نوې لړۍ يې پیل کړه.
دا او دې ته ورته ډېرې خبرې کېدای شي چې پر بنسټ يې دغه خلک د حزب اسلامي د سولې د خبرو مخالفت کوي.
که حکمتیار نور هيڅ هم و نه کړي او په کابل کې له دوو ټلوېزونونو سره مرکې وکړي، دغو بانډونو ته د شرافتمندانه ژوند هيڅ هم نه پاتېږي، د دوی اصلي څېرې به خلکو ته لا ډېرې بربنډې شي او هغه ځکه چې دا خلک د خپلو جرمونو له برکته د دې توان نه لري چې له هغه سره يوه دقيقه هم سترګې مخامخ کړي. همدارنګه د حکمتیار راتګ ته ډېری خلک د دې له‌پاره خوشالېږي چې د پسات د دې تپل شوې ډلې عذاب به يې خدای له سرونو نور کم کړي.
خدای دې وکړي چې د افغان بېوزلي ولس دا ارمان پوره او مصنوعي اتلان او د دین سوداګر نور خپلو اصلي ځایونو ته ورسېږي.
سرخط ورځپاڼه