سمسور نیوز (۲۰وری۱۴۰۲) په تونس هېواد کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله څلور کسان مړه شوي او لسګونه نور نادرکه دي.
د راپورونو له مخې، په دغو کښتیو کې د افریقا وګړي سپاره وو او غوښتل یې د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیا ته واوړي.
رویټرز ویلي، چې د تونس ساحلي ګارډ په دې پېښه کې ۵۳ کسان ژغورلي؛ خو د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک دی.
په یاده پېښه کې ۲۳ کسان نادرکه هم دي، چې د ژغورنې عملیات یې روان دي.