دیک ټلویزیون سیاسي خپرونې ملي نفاق خوروي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • لیمه زرمتۍ
  • 1198

یک ټلویزیون د افغانستان دلسګونو ټلویزیونونوپه ډله کې یو ټلویزیون دی چې تر اوسه یې دځینو په زړه پورې خپرونو په وړاندې کولو سره ځان ددغو ټلویزیونونو په ډله کې څرګند کړی دی، دغه ټلویزیون دځینو ذوقي او بوختوونکو خپرونو ترڅنګ ځینې داسې خپرونې هم لري چې تر ډیره تربیتي اړخ لري او دا کار یې دستایلو دی. ددې ترڅنګ د ویلو ده چې دغه ټلویزیون د هندي او نورو بهرنیو سریالونو په څنګ کې  خپل تولیدات هم لري، سره له دې چې ځینې خپرونې یې داسلامي شریعت او افغاني کلتورخلاف بلل شوې دي او له هغې جملې څخه یې یوه خپرونه دافغانستان داسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا دپریکړې له مخې بنده شوې ده، دغه خپرونه د( دل نادل ) خپرونه وه چې له نیکه مرغه په خپرولو یې بندیز ولګیده. خو ددې ترڅنګ داسې ښې خپرونې هم لري چې هم ددوی خپل تولید دی. هم انتقادي او اصلاحي اړخ لري.
په هغه څه چې نن زموږ په ټولنه کې هر ځای ډیر انتقاد کیږي هغه د یک ټلویزیون ځینې سیاسي خپرونې دي چې زیاتره وخت یې وطن ته تر ګټې تاوان زیات وي.البته دغه ټلویزیون د ځینو نورو پردي پالو په څیر زموږ ملي مصطلحات هم نه مراعاتوي. ددغه ټلویزیون سیاسي خپرونې داسې کسان چلوي چې افغانستان ته ژمن نه بریښي.دغه خپرونې د انتخاباتو او اماج په نامه خپرونې دي چې ددغو خپرونو د مسولینو او جوړونکو په فرمایش جوړیږي.
دغو ځینو خپرونو ته د ګردیو میزونو دګنډونوالو ترڅنګ نور حاضرین هم رابلل کیږي چې دمخه ددغو خپرونو دمسوولینو په تیره د ډاکټر مهدي د زوی ښاغلي مهدي له خوا دمخه په ګوته کیږي. دکابل پوهنتون دځینو محصلینو په وینا دمحصلینو په منځ کې هغه کسان لا دمخه غوره کیږي چې نظر یې ددوی له نظرونو سره موافق وي. هغوی ته لا دمخه ویل کیږي چې راتلونکې خپرونه دڅه په اړه ده او دوی باید کومې پوښتنې طرحه کړي.کله چې خپرونه پیلیږي پوښتنه کوونکي لا دمخه معلوم وي او هغوی ته دخپرونې د ویاند له خوا ویل کیږي چې خپل نظر او پوښتنه دې مطرح کړي. بیا نو دغه کسان خوله خلاصه کړي هغه څه وایي چې په خوله یې ورځي هغه څه وایي چې د ګران افغانستان په اړه یې ممکن یو ایرانی او پاکستانی او بل بهرنی ونه وایي.دغه کسان چې زیاتره نوي او بې تجربې ځوانان وي، نه پوهیږي څه ووایي، زیاتره دبل په خوله خبرې کوي.
 که کوم با احساسه افغان د یک ټلویزیون ځینې سیاسي خپرونې او ددغو ځوانانو او یو شمیر متعصبو میلمنو خبرې واوري باور دی چې عصبي تکلیف به ورته پیدا شي. ځکه هلته داسې خبرې کیږي چې تر اوسه نه دي اوریدل شوې.
ما  په دې وروستیو کې ددغه ټلویزیون دوه خپرونې واوریدې یوه خپرونه چې دسنبلې میاشتې په ۱۱ نیټه خپره شوه پکې دهرات ولایت کاندیدان بلل شوي و، په خپرونه کې دنورکله په څیر ځوانان هم را غوښتل شوي و، یوه ځوان وویل زه په صراحت سره وایم چې افغان نه یم.ما هغه څه واوریدل چې په ژوند کې مې یې داوریدو هیله نه لرله عجیبه وه دا ځوان له بل هیواده نه و، راغلی دهمدې هیواد بچی و، دهمدې هیواد په یوه پوهنتون کې یې زده کړې کولې او دهمدې ملت په شتمني یې زده کړې کولې خو نه پوهیږم څه پرې شوي و، چې له خولې یې دا خبره ووته.
یوه بل د ولسي جرګې کاندید ته وویل ته دیوه افغانستاني او یوه تاجیک تبار په توګه څه وعده خلکو ته ورکوي.خو دده مخاطب یو با احساسه افغان و، هغه ورته وویل موږ ټول افغانان یو او دا ته چې کومې خبرې کوې دا اوس را پیدا شوې او خدای خبر له کومې خوا راغلې دي.
 په دغه بحث کې د ولسي جرګې یوه پخواني غړي احمد بهزادسوله هم رد کړه او هغه یې دیوه قوم دسیسه وبلله چې تروریستان سره یو ځای کوي. عجیبه وه سوله دیوه قوم دسیسه بلل کیده. زه حیران یم چې دیوه ټلویزیون اداره څنګه دداسې بې مسولیته خبرو دخپرولو اجازه ورکوي.آیا ددغه ټلویزیون مشران خپلې خپرونې ګوري؟ آیا دوی کله خپلې خپرونې کتلې دي؟ آیا ددغو خپرونو موثریت یې ارزولی دی؟ او که دوی هم دتعصب په تنګ زندان کې بندیان دي.
تردې دحیرانتیا وړ لا دا چې آیا زموږ حکومت هم دخپل وطن په وړاندې دکوم مسوولیت احساس لري؟ ولې دداسې زهرو دخپرولو مخه نه نیسي؟ ولې اجازه ورکول کیږي چې څو متعصب کسان زموږ په ملي ویاړونو ملنډې ووهې؟ او ولې اجازه ورکول کیږي چې څوک دسولې پرضد چې دټولو افغانانو ارمان دی داسې خبرې وکړي؟
دغه څو کرښې مې دمشت نمونه خروار په توګه دهغه مسوولیت له مخې ولیکلي چې دخپل وطن او خلکو په وړاندې یې لرم هیله ده په لومړي سرکې ددغه ټلویزیون مسوولین خپلې خپرونې وګوري او دداسې خپرونو د خپرولو مخه ونیسي چې زموږ ملي یووالی زیانمنولی شي داسې خپرونې پخپله بندې کړي چې دافغانستان له اساسي قانون او دمطبوعاتو له قانون سره په ټکر کې دي.کیدای شي دوی ووایي چې اوس خو دبیان ازادي ده او دا دمیلمنو نظر دی خو ټول پوهیږي چې غوا توره ده او شیدې یې سپینې دي دا خبرې څوک کوي او دخپرولو زمینه یې چا برابره کړې ده او له کوم ټلویزیون څخه خپریږي.معلومه ده چې هیڅ قانون دداسې خبرو خپرولو ته اجازه نه ورکوي.
په دوهم ګام کې د افغانستان له دولت څخه هیله کیږي نه یوازې داسې خپرونې او ددغه ټلویزیون دا ډول خپرونې بندې کړي بلکې په نورو رسنیو کې هم د داډول خپرونو مخه ونیسي.که نه دداسې خپرونو خپریدل به زموږ ستونزې لا پسې زیاتې کړي او بیا به هغه وخت ناوخته وي.