اسرائیلو ویلي چې تر اوسه د حسن نصرالله د ځای ناستي هاشم صفی الدین مړینه نشي تائیدولای.
رویټرز ته د اسرائیلو د پوځ یو ویاند ډېوېډ مسټر په یوې انلاین غونډه کې ویلي، چې د لبنان د حزب الله ډلې د نوي مشر هاشم صفي الدین د مرګ په اړه یې د تائیدۍ کوم خبر نه دی تر لاسه کړی.
مسټر زیاته کړې، که په اړه یې د مرګ د تائیدۍ خبر ترلاسه کړي نو د اسرائیلو د پوځ پر وېبسايټ به یې خپور کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له صفي الدین څخه له تېرې یوې اونۍ راهیسې کوم خبر نه دی تر لاسه شوی.