د تایوان له تنګي د امریکا د سمندري ځواک بېړۍ تېرېدو چین په غصه کړی

د تایوان له تنګي د امریکا د سمندري ځواک بېړۍ تېرېدو چین په غصه کړی


  • 11 مياشتي دمخه (25/01/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 412

وروسته تر هغې چې د امریکا د سمندري ځواک یوه جنګي بېړۍ د تایوان له تنګي تېره شوه، چین ویلي چې امریکا پاروونکی اقدام کړی.

د یاد هېواد د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا د سیمې سوله او ثبات کمزوری کړی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي، دا کار د متحده ایالاتو یو پاروونکی نمایش و، چې دوی هم خبرداری ورکړی دی.

بل لورته امریکا ویلي چې بېړۍ یې پر داسې لاره تللې چې هیڅ هېواد پورې اړه نه لري.

په ورته مهال د تایوان دفاع وزارت ویلي چې د چین د بېړۍ لاره یې څارلې او اوس مهال وضعیت عادي دی.

د یادونې ده چې په تایوان کې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یوه بېړۍ له دغه تنګي تېرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا د کانګریس یو لوړ پوړی پلاوی هم دغه هېواد ته تللی دی.