سمسور (چهارشنبه د غویي ۱۵) د ناپېژانده وسله والو په برید کې د بلوچستان اړوند ژوب سیمه کې د پاکستان څلور "ایف سي" سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ (ISPR) ادارې ویلي، چې ایف سي سرتېري د ژوب منزکۍ سیمې ته د ازغن سیم لګولو په نیت وتلي وو، چې د افغان پولې هغې غاړې څخه وسله وال برید پرې شوی دی.
د پاکستان پوځ همداشان ویلي، چې په دغه وسله وال برید کې د ایف سي ۶ نور سرتېري ټپيان شوي هم دي.
پوځ زیاتوي، چې ټپي سرتېري د کوټې روغتون ته انتقال شوي دي.
د دغه وسله وال برید مسؤولیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.