شري ۱۱۱ کسان مړه کړي

شري ۱۱۱ کسان مړه کړي


  • 1 مياشت دمخه (17/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 43

د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې د شري ناروغۍ له امله ۱۱۱ کسان مړه شوي دي. 

د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه راپور کې ویلي، چې دغه مړینې په جنوري او فبروري میاشتو کې د ۱۶ زره پېښو له جملې څخه ثبتې شوې دي. 

دا خبر داسي مهال ورکول شوی، تازه د بې پوله ډاکټرانو ټولنې هم ویلي، چې د هلمند په ولایتي او د هرات او بلخ ولایتونو په حوزوي روغتونونو کې د شري ناروغي درې برابره زیاته شوې او له امله یې په هرو درېیو ماشومانو کې یو مري.