د لومړي ځل لپاره، کابل کې د اذربایجان سفارت فعالیت پیل کړ.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد سفارت سفیر الهام محمدووف د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته په تعرفي ناسته کې د سفارت پرانېستلو په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رسمي لیک وړاندې کړی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، امیرخان متقي کابل کې په لومړي ځل د اذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د دیپلو مات رالیږل دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي، چې دوی له دغه سفارت سره هر ډول همکاري ته چمتو دي.
الهام محمدوف وویل، آذربایجان د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
هغه ویلي، دا لومړی ځل دی، چې اذربایجان په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
د یادونې ده چې اوس مهال تر لسو زیات هېوادونه په کابل کې خپل فعال سفارتونه لري.