کندهار کې د یوه کور دېوال غورځېدو په پېښه کې اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کندهار کې د یوه کور دېوال غورځېدو په پېښه کې اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 11 مياشتي دمخه (22/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 474

په کندهار کې د یوه کور دېوال د چپه کېدو له کبله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، پېښه تېره شپه د کندهار ښار نهمې حوزې اړوند حضرت بلال جومات سره رامنځ‌ته شوې ده. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د کور خاوند، مېرمن او زوی یې مړه او دوه لوڼې او دوه زامن یې ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره، د پېښې ټپیان د ځایي پولیسو له لوري روغتون ته وړل شوي دي.

په هېواد کې د ورته پېښو لاملونه د کورونو زوړوالی او زیات اورښتونه په ګوته کېږي.