روسیه: د قزاقستان د بندیزونو له لېسته د افغانستان د اېستل کېدو هر کلی کوو

روسیه: د قزاقستان د بندیزونو له لېسته د افغانستان د اېستل کېدو هر کلی کوو


  • 1 کال دمخه (30/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 417

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د بندیزونو له لېست څخه د اوسنیو افغان واکمنو د اېستل کېدو هرکلی کړی.    

د یاد وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دا اقدام به له انزوا څخه د افغانستان له وتو سره مرسته وکړي. 

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس لیکلي، چې اوسني واکمن لا هم د روسیې د بندیزونو په لېست کې دي. 

ځینو نورو رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي، چې دوی به افغان واکمن د خپلو بندیزونو له لېسته ونه باسي. 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې 

قزاقستان د بندیزونو له لېسته د افغانستان نوم لرې کړ. 

د اوسني حکومت ګڼ مشران لا هم د نړۍ د زیاتو هېوادونو د بندیزونو په لېست کې دي او له دې امله ډېرو هېوادونو ته د سفرونو اجازه نه لري.