بې‌دينه ملا


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رشید الدين ارمان
  • 1145

 تاسې به حيران ياست، چې ملا او بيا بې دينه!؟ ملا خو هغه چا ته وايي، چې جمع ورکولای شي، د اوداسه سنتونه او فرضونه يې ياد وي، د منبر پر سر مسئلې کولای شي، د خلکو نکاحوې تړي او څه نا څه د دين پر چارو لږ و ډېر پوهېږي؛ نو بيا ملا څنګه بې دينه شو!؟

د دې پوښتنې ځواب ته به وروسته راشو، خو کوم ښاغلی بې‌دينه ملا چې زه يادوم، دا دومره وړوکی سړی هم نه دی. دا دومره لوی شخصیت دی، چې ان له کوچنيوالي د پاکستان د استخباراتو له مسلمان وژونکې ادارې سره ډېرې خوږې اړيکې لري، د جماعت اسلامي پر دسترخوان د پنجابي دالو په برکت راستر شوی او دومره معزز دی چې د مجهول الهوية قاعد اعظم د هويت کارت هم لري.
بې‌ديني يې خپل کار دی، خو دغه ملا صاحب سره له خپلې ټولې بې‌دينۍ ډېر هوښیارسړی هم دی، ځکه يې نو د دې لپاره چې په کابل کې د خپلو مشرانو پر تېرو جنایتونو پرده واچوي، څو کاله مخکې يې په افغانستان کې اصلاحي کارونه پيل کړل. پښتانه چې هسې هم د خپل صداقت له امله د تاريخ په اوږدو کې په يوه او بل نامه ټکېدلي، وژل شوي او خوار شوي، نو ځکه ډلې ډلې پرې راټول شول. خو رښتيا چې (مړی خدای شرموي، نو په تخته ترې ... روان کړي)، همدغه کار د بې‌دينه ملا صاحب او د هغه له اجيري ډلې سره هم وشو.
بې‌دينه ملا، خدای او رسول ټېل واهه او ناڅاپه يې سل کاله وروسته د خپل نيکه ګوډ ملا په څېر په غازي امان الله خان، هغه چا باندې چې اوس هم ورپسې خلک ژاړي، نه يوازې افغانانو، بلکې ټولې نړۍ اتل بللی، د ديوبند عالمانو د ستر غازي لقب ورکړی، د ټول افغانستان وياړ دی، خو دې عالي‌جناب په دې بې دينه وباله، چې ګواکې ږيره يې خرېيله.
بې‌دينه ملا صاحب په دې هم قناعت و نه کړ، بلکې د شاه امان الله په مقابل کې يې د هغه دوه مخالفان چې د نړۍ معتبرو کتابونو د انګلیسانو ګوډاګيان، تالي‌څټي او پوره جاهلان بللي، د سترو مجاهدينو په نامه ياد کړل. بې‌دينه ملا صاحب په دې برخه کې دومره پر مخ لاړ چې د افغانستان د تاريخ تر ټولو منحوسه څېره يې تر پېغمرانو هم لوړه وبلله. هغه په خپلو ارشاداتو کې وويل: ( ګوډ ملا چې به چېرته کښېناست، نو ترې لاندې ځای به يې له واره شين شو) حال دا چې د يوه پېغمبر په برخه کې به چا دا نه وي اورېدلي، چې چېرته دې تللی او هغه ځای دې شين شوی وي.
د بې‌دينه ملا صاحب دغه ارشادات د ځنګله د اور په څېر په ټولنه کې خپاره شول. بې‌شمېره خلکو پسې په ټولنيزو رسنيو کې د ګوډاګيتوب اسناد راوکښل، د هغوی د رهبري غړي يې يو يو خلکو ته وروپېژندل چې اوس لا هم په اسلام‌اباد کې اوسي، د هغه ځای شناختي کارډونه لري، تر دې چې ای ايس ای ورته پنجابۍ نجونې هم واده کړې.
لنډه دا چې بې‌دينه ملا صاحب او ډله يې په لږو ورځو کې په سپکو سپکه او د باد بڼکه شوه. د مستندو اسنادو پر بنسټ سپکاوی لا دوام لري، خو له بې‌دينه ملا صاحب نه لاندې يو څو پوښتنې د هر چا په زړه کې ګرځي:
ـ اردوغان او سید قطب ولې ستايې؟ ولې ورته بې‌دينه نه وايې، ځکه ږيرې خو هغوی هم خرېيلي دي!
ـ ستا دنده خدمت کول دي او که د افغانستان د وياړونو سپکول؟
ـ په اوس وخت کې د دې هېواد د خلکو غمونه کم دي چې تا لا نوې فتنه پيل کړه، د خپل عزت پر ځای دې د ستميانو ملا وروتړله؟
ـ ايا کله دې هم د طالب او داعش پر وحشتناکو جنایتونو کومه غونډه جوړه يا فتوی ورکړې ده؟
له بې‌دينه ملا صاحب نه ډېرې پوښتنې کېدای شي او يوې ته به هم سم ځواب و نه وايي، خو د هغه د کثافتونو دا لړۍ پر دې ځای تمامه نه شوه، کله چې د ټولنيزو رسنيو نه وارخطا شو، نو بيا يې داسې کار وکړ چې ناولتيا يې تر نامه پورته او تر ستوني يې ورسېده. هغه داسې يوه ټلوېزوني چينل ته د سپيناوي لپاره لاړ چې د ده د نظرياتو له مخې د عیاشۍ پرې تمامه ده. خو د بې‌دينه ملا صاحب بله چاره نه وه، نورو چينلونو و نه مانه. هلته يې په خبرو کې نوي ګلان ودوړول. هغه وويل، چې له بې‌دينه موخه ګناهګار دی.
دا نو د بې‌دينه ملا صاحب په دين کې يو بل اجتهاد دی، له دې وروسته د بې‌دينه مانا ګنهګار شو، ځکه نو اوس ټول ملت دغه ملا صاحب ته بې‌دينه ملا ويلای شي، چې:
ـ په يوه مړي يې دروغ ويلي او دا په اسلام کې ګناه ده.
ـ د ای ايس ای له ادارې نه د خپل هېواد د ورانولو پلانونه پلي کوي، دا هم ګناه ده.
ـ د اسلام د مبلغ په توګه له حق ويلو سترګې پټوي، تر اوسه يې د دې هېواد د بېوزلو خلکو قاتلانو ته هېڅ نه دي ويلي.
ـ بې‌اړتيا يې د شر او فتنې د اچولو هڅه کړې، نو ځکه ګناهګار دی.
ـ په لږ وخت کې پخپله او ډله يې د ملکيتونو او شتو خاونده شوه، ښکاره ده، چې له حرامو لارو يې تر لاسه کړي او حرام کول ګناه ده.
دا چې څوک ګناه وکړي او هغه ته ګناهګار وايي او ګناهګار د بې‌دينه ملا صاحب په تفسیر بې‌دينه بلل کېږي؛ نو ځکه ښاغلی بې‌دينه ملا صاحب او ډله يې مطلق بې‌دينان دي.
څرنګه چې د افغانستان ټولنه يوه اسلامي او ديني ټولنه ده، ځکه نو د دې هېواد له امنيتي چارواکیو جدي هيله کېږي، څو دا بې‌دينه ډله چې په لويو سياسي او ديني ګناهوو ککړ دي، د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. بې‌دينه ملا صاحب دې لومړی د کابل په لوی چمن کې راکاږي، څو دغه سپېره ځای د هغه د نيکه ګوډ ملا د کراماتو په برکت شين او بيا دې هغه ته په مرنجان غونډۍ کې د خلکو په وړاندې د انګليس د تالي څټي ګوډ ملا په څېر سزا ورکړي. که حکومت داسې و نه کړي، نو د ولس پر وړاندې به خپل باور نور هم له لاسه ورکړي. خدای به په افغانانو کې داسې مېړنی پيدا کړي چې دغه بې‌دينه ملا د عبدالکريم غوندې چې په برما کې د هغه وخت يوه هېوادپاله مبارز د خپلې چړې د څوکې خوراک او دا هم د هغه په برخليک اخته او دغه مظلوم ولس د اسلام او هېواد د داسې نوم‌بدي بې‌دينه ملا له شره د تل لپاره خلاص کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه