سوډان کې خپل منځي نښتې؛ تر اوسه له څلور سوو ډېر کسان وژل شوي

سوډان کې خپل منځي نښتې؛ تر اوسه له څلور سوو ډېر کسان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (22/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 571

 

 په سوډان کې د خپل منځي نښتو په پایله تر دې مهاله له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د روغتیا نړۍ وال سازمان د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د تېرو څو ورځو په نښتو کې ۴۱۴ کسان وژل شوي او ۳ زره ۵۵۳ نور ټپیان دي.

بل لورته د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم ویلي چې په وژل شویو کې کسانو کې نهه ماشومان هم شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګاریټ هاریس ویلي چې په دغه هېواد کې د جګړې له پیلېدو وروسته د په پلازمېنه خرطوم کې د ۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوی او ۱۲ نور روغتیايي مرکزونه هم د خدماتو د بندولو له ګواښ سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې هلته د پوځ او ملېشې ځواک ترمنځ نښتې روانې دي.