مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله‌وال برید کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله‌وال برید کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 9 مياشتي دمخه (23/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 339

د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه د کروکوس ښار پر یوه کنسرټ وسله وال د تېرې شپې وسله وال برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  

سي اېن اېن راپور ورکړی، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي. 

د راپور له مخې، پنځو تنو، چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د کنسرټ سالون ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډوګانو کې لیدل کېږي، چې تر ډزو وروسته ودانۍ اور اخیستی او لوګي ترې پورته کېږي. 

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

بل لورته اوکراین په دې برید کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې څو ورځې وړاندې په مسکو کې د امریکا سفارت د یوه برید خبرداری ورکړی و. 

برید په نړیواله کچه غندل شوی او پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.